صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په افغانستان كې د روسيې ،ايران او پاكستان لاسوهنې د سترې اندېښنې وړ دي

په افغانستان كې د روسيې ،ايران او پاكستان لاسوهنې د سترې اندېښنې وړ دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان كې د روسيې ،ايران او پاكستان لاسوهنې د سترې اندېښنې وړ دي

روسيې ،ايران او پاكستان د افغانستان د پرمختګ ،امنيت او ثبات پرضد خطرناك مثلث را منځته كړى او هڅې يې دا دي ،چې له افغانستان سره د امريكا په مشرۍ مرستندوى او ولاړ لوېديځ له سختو ستونزو سره مخ كړي او د خپلې دښمنۍ غچ ترې واخلي، د هغوى لپاره هېڅ د پام وړ دا نه ده ،چې له لوېديځه دا غچ په افغانستان كې د افغانانو پر وينو او د افغان پر خاوره په غوبل كې اخيستل كېږي، دا مسئله په نړيواله كچه د اندېښنې وړ ګرځېدلې او لوېديځوال هم پرې پوهېږي ،چې روسيه او ايران ،چې پاكستان ورسره ملګرى دى، په افغانستان کې پر امريکا د فشار راوستلو لپاره له فرصته ګټه پورته كوي. له وسله والو طالبانو سره د ايران او روسيې د همکارۍ پراختيا او ترې د پاكستان ښكاره ملاتړ ، په افغانستان او لوېديځ كې سترې اندېښنې زيږولې. نن سې شنبې هم په مسكو كې روسيه ،چين او پاكستان سره كېني ،چې ګنې په افغانستان كې پر سولې او امنيت خبرې كوي ،هغه سوله او امنيت ،چې روسيې او پاكستان په ګډه خراب كړي او آن د چين پانګونې يې هم ننګولې دي. په دې غونډه كې به هرو مرو د طالبانو مشران هم ناست وي.

که څه هم د وسله والو طالبانو له سخت دريځې ډلې سره د تهران اړيکې زړه خبره نه ده، خو له دې ډلې سره د مسكو اړيكې او مرستې په افغانستان کې د امريکا د مرستو او د هغوى د پوځي مبارزې پرضد ګڼل کېږي. نړيوالې اندېښنې دا دي ،چې (( د پاکستان ترڅنګ چې د طالبانو دوديز ملاتړى دى، واشنګټن اندېښنه لري چې د سيمې ځينې هېوادونه به طالبانو ته په مشروعيت ورکولو سره، په افغانستان کې د امريکا حضور ته خطر پېښ کړي او تهران اوس له طالبانو سره اړيکې پراخې کړې دي. )) د ايران له خوا اندېښنه دا ده ،چې له يوې خوا ځان د افغانستان دوست بولي اود چابهار بندر يې د افغانستان او هندوستان په واك كې وركړى ،چې يو له بل سره راكړه وركړه پرې وكړي ،خو دغه هېواد په ښکاره طالب مشرانو ته مشروعيت وركوي او هغوى ته يې په اسلامي کنفرانس د ګډون بلنه وركړې وه. د ايران دا حركتونه په ښكاره توګه له امريكا سره دښمني او د افغانستان د پرمختګ او امنيت پرضد ګام دى. دا چې ايران او روسيه دواړه د امريكا تاريخي دښمنان دي او افغانستان ته هم په هېڅ توګه د خپلواك هېواد په سترګه نه ګوري اوپه كې د خپلو ناوړو ګټو لپاره هر څه ته لاس اچوي ،نو دواړو لورو له ځانه سره پاكستان هم مل كړى او د افغانستان او امريكا پرضد يې مثلث را منځته كړى دى. داچې په اتيا يمو كلونو كې پر افغانستان د سرو لښكرو پرضد امريكا له افغان مجاهدينو سره مرسته وكړه او مسكو يې په ګونډو كړ او دا چې له تېرو څه كم څلوېښتو كلونو را په دې خوا د واشينګټن او تهران دښمني روانه ده او بل لورى پر پاكستان د امريكا مرستې بندې شوې ،نو درې واړه هېوادونه يې سره منسجم كړي او داسې فرصت ته انتظار باسي، چې په افغانستان کې واشنګټن ته زيان ورسوي. افغانستان ،چې د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په مرسته د پرمختګ پر لور روان دى او په تېرو پنځلسو كلونو كې يې سترې برياوې تر لاسه كړې ،د درېـيو واړو هېوادونو د سترګو اغزى دى او له هر فرصته ګټه پورته كوي ،چې په يوه غشي دوې مرغۍ ښكار كړي ،هم د افغانستان د پرمختګ مخنيوى وكړي او د تېر په څېر يې تر اغېزې لاندې وي او هم په كې له لوېديځه غچ واخلي. افغان حكومت بايد دې لوبې ته د پاى ټكى كېږدي، لوېديځ له ځانه سره ملګرى كړي او د ملګرو ملتونو په امنيت شورا كې د دې لوبې پرضد غږ پورته كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha