صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د استوګنې سيمې بايد له ترهګريزو او يرغلګرو خوندي وي

د استوګنې سيمې بايد له ترهګريزو او يرغلګرو خوندي وي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د استوګنې سيمې بايد له ترهګريزو او يرغلګرو خوندي وي

د چهارشنبې په ماښام د كابل پنځمې امنيتي حوزې ته څېرمه په خوشحال خان مېنه كې ترهګرو د ولسي جرګې د غړي معلم ميرولي پر کور بريد وکړ. وايي، حمله هغه وخت وشوه چې د هلمند د خلکو استازى معلم ميرولي له خپلو مېلمنو سره ناست و او د ښاغلي ميرولي په ګډون‌يې ١۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، د معلم ميرولي دوه لمسيان، يو يې وراره، دوه‌يې ساتونکي، دوه عام وګړي او د ولسي جرګې د شكايتونو د اورېدو ،د وكيلانو د خونديتوب، امتيازونو او حقونو رييس ښاغلي الحاج عبيدالله بارکزي زوى حفيظ‌الله بارکزى شهيدان شوي دي. د بريدګرو پرضد هم اقدام شوى، د درېـيو بريد کوونکو په وژلو سره نښته د پنجشنبې په سهار درې بجې پاى ته ورسېده. له ډېره بده مرغه ،چې وسله‌‌والو طالبانو د دغې حملې مسووليت پر غاړه اخيستى دى. دې پېښې سخت حساسيتونه را پارولي دي، جمهوررييس امنيتي مسوولانو ته لارښوونه کړې، چې د دغې ترورېستي پېښې څرنګوالى له هره اړخه وڅېړي چې عاملان يې معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي. جمهوررييس په ملي شورا کې د خلکو استازو معلم ميرولي او عبيدالله بارکزي له کورنيو سره د ژورې همدردۍ او تسليت څرګندولو تر څنګ د پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا دعا کړې.جمهور ييس غني دا بريد سخت وغانده او دايې تروريستي ، نه بښوونکى عمل او ستر جنايت وباله او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ د هغه استوګنځايونو په نښه کول چې د ملي او سياسي شخصيتونو د کورنۍ غړي په کې اوسي، په هېڅ دين او آيين نه شي توجيه کېداى او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دى.

 جمهوررييس غني له تفکيک پرته د ټولو ترورېستي ډلو پر ضد په جدي مبارزې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې ځواکونه به په خپل ټول توان سره د ترورېستي او ډار اچوونکو ډلو پرضد د هغوى تر نابودولو پورې مبارزه کوي.  په هر حال دا يوازنى پېښه نه ده ،چې په پلازمېنه او يا لويو او وړو ښارونو كې كېږي ،بلكې په هېڅ توګه د فرد او يا سياسي او ملي شخصيتونو ژوند خوندي نه دى او د دې لپاره تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى، موږ منو ،چې د بريدګرو د له منځه وړلو لپاره اقدام شوى ،خو كله ،چې ترهګر خپلې موخې ته رسېدلي ،نو امنيتي ځواكونو يې پرضد عمل ښكاره كړى، له دې وړاندې د ترهګريزو بريدونو لږ مخنيوى شوى ،د اوسنۍ پېښې په اړه هم هغه وخت دفاعي ځواك كارول شوى،چې ښه خپل هدف ته رسېدلي دي، استخباراتي كړۍ په دې كې ناكامې راغلې ،چې دا بريدګر له بريد مخكې په نخښه كړي، د څارګرې شبكې همدا دنده ده ،چې هغوى بايد د دښمن په رګونو كې كار وكړي او آن په غونډو كې يې حضور ولري، وروسته د هر ترهګر او امنيتي ضد عمل په خپل وخت محو كړي. ولس دې پېښې سخت په اندېښنه كې اچولى او له امنيتي او استخباراتي مسوولينو د ځان خونديتوب غواړي، په پلازمينه كابل او بيا په همدې پنځمه حوزه كې د خلكو امنيت ،ثبات او سر او مال خوندي نه دى، په رڼا ورځ د امنيتي او دفاعي ځواكونو په جامو كې وسله وال د خلكو كورونو ته ورځي او لوټي يې. چارواكي بايد دې ته پام وكړي او د خلكو سر ،مال او عزت خوندي كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha