صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د بشري حقونو په وړاندې سترې ننګونې

د بشري حقونو په وړاندې سترې ننګونې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بشري حقونو په وړاندې سترې ننګونې

د دېسمبر لسمه د بشري حقونو نړيواله ورځ ده دا ورځ د افغانستان په شمول د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي. موخه دا ده، چې ملتونه آزاد او حقونه يې خوندي وي. ددې له پاره د بشري حقونو نړيوال کنوانسيون، د بشري حقونو مدافعين، رسنۍ او د وينا آزادي هغه ستره او مهم بنسټونه دي، چې محکوم ولسونه ترې د خپلو حقونو او روا غوښتونو له پاره د زورواکو، مستبدو حکومتونو او حاکمان پر ضد غږ پورته کولای شي. دغه اهميت ته په کتو سره د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د بشري حقونو مدافع ډلې او بنسټونه ايجاد شوي دي. په افغانستان کې هم د بشري حقونو مدافعان، مدني ټولنې او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون خپلو فعاليتونو ته په آزادانه توګه زور ورکړی دی. ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې د بشري حقونو د مدافعانو غونډې ته مهمه وينا وکړه او په دې اړه يې د افغان حکومت ژمنې او لاسته راوړنې روښانه کړې. د ولسمشر په خبره افغانانو په تېرو پنځلسو کلونو کې سترې برياوې تر لاسته کړې دي:

((افغانان د تېرو ۱۵ کلونو په شان ندي، بلکې هغوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره رسا غږ پورته کولای شي او د وينا آزادي او رسنۍ ددې له پاره مهم بنسټونه دي.)) په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، مدني ټولنې او رسنۍ دری هغه مهمې ستنې دي، چې د بشري حقونو د خوندي کولو له پاره يې د مبارزو ارزښتمنه فضا رامنځ ته کړې ده. اوس ولس کولای شي، چې د خپلو روا غوښتنو له پاره د وينا د آزادۍ په وسيله د رسنيو له لارې د ظالم پر ضد غږ پورته کړي. موږ په دې وروستيو کې دوې پېښې وليدې، چې يوه په ننګرهار کې د زورواکو له خوا په يوه شپه يوه ټوپکوال ته د دوو خويندو نکاح کول او بله پېښه د ولسمشر د لومړي مرستيال له خوا  په يوه کس د جنسي تيري ادعا ده. ددغو دواړو پېښو په اړه رسنيو له کومې وېرې او ډار پرته جزييات را پورته کړل او د وينا د آزادۍ له برکته معترضانو خپل غږ تر حکومت او د بشري حقونو د تر نړيوالو مدافعانو ورساوه. دغه راز نورې سترې لاسته راوړنې هم شته او اوس خلک په پوره زړورتيا او له کومې وېرې پرته د عدالت غوښتنه کولای شي، خو ددې تر څنګ ډېرې نورې ننګونې هم شته، چې عدالت په پوره او سمه توګه نه شي پلی کېدای او بشري حقونه خوندي نه دي، دا ستونزه يوازې د افغانانو نده، بلکې په ګرده نړې کې ملتونه ورسره لاس او ګرېوان دي. آن داسې محکوم ولسونه هم شته، چې لا يې ظالېمو رېژيمونو پر ستونې پل اېښی او ترې يې خپل حقونه اخيستي دي. د بشري حقونو د نړيوال کنوانسيون اعلاميه آن د نړۍ ولسواکو او آزادو حکومتونو هم تر پښو لاندې کړې ده. ددې اعلاميې له مخې انسان او هر وګړی آزاد دی او حق لري، چې د خپل آزاد او خوندي ژوندانه له پاره ځای او سيمه وټاکي، خو دا آزادي تر اوسه په پوره توګه چاته نده ورکړل شوې. اروپا ته د افغانستان په شمول د نړۍ د ګڼو کړکېچنو او جګړو ځپلو هېوادونو خلک کډوال شول او دا بهير لا ور مات دی، خو موږ وينو، چې د اروپا هېوادونه، چې د بشري حقونو ستر مدافعان او سرکښان ځانونه بولي ډېری کډوال بېرته شړي. دلته په کور دننه هم تر اوسه په پوره توګه عدالت ندی پلی شوی او له قانونه سر غړونې ډېرې دي. دغه راز حالت بشري حقونه ننګوي که حکومت د ولس په پوره ملاتړ پياوړی نه شي او د زورواکو پر ضد ټول ملت په ملي کرښه کې ونه درېږی، نو په آسانۍ سره عدالت نه شي پلی کېدای، ځکه په حکومت کې د زورواکو شتون او ونډې قانون تر پښو لاندې کړی او د هغوی غير مسوول وسله وال افراد پر ملت ظلمونه کوي او د وګړو ژوند، زده کړې، کار او ((حقوق الله او حقوق العبد)) يې ترې اخيستي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha