صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د م، م امنيت شورا بايد د افغانستان په اړه پرېكنده تصميم ونيسي

د م، م امنيت شورا بايد د افغانستان په اړه پرېكنده تصميم ونيسي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د م، م امنيت شورا بايد د افغانستان په اړه پرېكنده تصميم ونيسي

ټاکل شوې چې د افغانستان په وخت نن ماښام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې (( د افغانستان د وضعيت )) په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون د وروستي رپوټ په اړه بحث وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويې ادارې يا يوناما ويلي چې دا غونډه نن په نيويارک کې جوړېږي. د افغانستان د وضعيت په اړه په ريپوټ کې د وروستيو څو مياشتو په ترڅ کې په افغانستان کې دامنيتي وضعيت، له مخدرو موادو سره د مبارزې، د بشرد حقوقو، سيمه ييزې همکارۍ، سياسي پرمختګونو اوپر يو شمېر نورو مسايلو خبرې کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو به د امنيت شورا ۱۵ غړو ته د غونډې د يوې برخې په توګه رپوټ وړاندې کړي. دا غونډه په داسې حال كې جوړېږي ،چې په افغانستان كې پردۍ لاسوهنې ، د دغو لاسوهنو له امله د بشري حقونو په وړاندې ننګونې ،تپل شوې جګړې ، د مخدرو موادو د كر او توليد اندېښمنوونكى زياتوالى او د روسيې ،ايران او پاكستان ښكاره مداخله د سترو ستونزو په توګه د افغان ملت په وړاندې پرتې دي. په كليو او بانډو كې هم د همدې پردۍ لاسوهنې له امله بشري مرستې او د اړو كسانو ژغورنې ستونزمنې شوې دي.

د لرې پرتو سيمو وګړي خو بيخي د پردۍ هدفمندې جګړې او تاوتريخوالي له امله له لومړنيو انساني مرستو محروم دي. د بيارغاونې كارونه هم په هغو ځايونو كې تحقق مومي او يا تر پلان لاندې نيول كېږي ،چې په كې نسبي امنيت وي. د ملګرو ملتونو  امنيت شورا هم خبره ده ،چې د ترهګرۍ او د هغوى تر شا د ولاړو لورو له لاسه په جنوبي او جنوب لور ته نږدې ولايتونو كې لوى نسل له زده كړو بې برخې دى، ښوونځي تړلي يا سوځول كېږي ،صحرايي محكمې هم د پرديو په دستور صورت مومي، دلته په خوندي لويو او وړو ښارونو كې جنايتكاران هم پر پرديو پورې تړلي او پردى ملاتړ ورسره دى ،چې دوى يې لا زړور كړي دي. پر افغانستان د پاكستان يرغلونه ،د افغانستان د جګړې د دوام لپاره د پاكستان له خوا د ترهګرو روزنه ،ملاتړ او د وسله والو مخالفينو قومانده د افغان ولس لويې اندېښنې دي. افغان حكومت په دې اړه څو څو ځله خپل غږ د ملګرو ملتونو د امنيت ترشورا رسولى او د دې مسئلى جدي حل غواړي. هيله ده ،چې د امنيت شورا په نننۍ غونډه كې پر دغو ټولو اندېښنو ژور بحث وشي او د حل لارې يې ولټول شي. د امنيت شورا بايد د هر هغه لوري پرضد ګام پورته كړي ،چې د افغانستان ،سيمې او نړۍ په وړاندې يې خطرونه را ولاړ كړي دي. امنيت شورا بايد په بې طرفۍ سره له خپل اغېزه كار واخلي او هغه كړۍ اولوري تر فشار لاندې راولي،چې د افغانستان حالات يې كړكېچن كړي او په كې يې د خپلو ناوړو موخو لپاره تپل شوې جګړه توده ساتلې ده، په لومړي سر كې د امنيت شورا بايد پر دغو لورو سخت بنديزونه ولګوي او بيا يې له له خپلې ناوړې پاليسۍ په شا كړي. كه داسې ونه شي ،نو د امنيت شورا به د افغانانو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه وركړي.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha