صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | حكومت دې وسله والو مخالفينو د ملاتړوهېوادونو پرضد سخت غبرګون وښيي

حكومت دې وسله والو مخالفينو د ملاتړوهېوادونو پرضد سخت غبرګون وښيي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حكومت دې وسله والو مخالفينو د ملاتړوهېوادونو پرضد سخت غبرګون وښيي

د رسنيو له لارې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ په افغانستان كې د ايران سفير له افغان سختدريځو طالبانو سره د دغه هېواد د اړيكو د پاللو په اړه اعراف كړى او دا يې منلې ده چې د افغان حكومت له مخالفينو سره اړيكې پالي. د ايران د اسلامي مذاهبو د تقويت د نړيوالې ټولنې د سرمنشي هغو وروستيو څرګندونو ته هم چې په تهران كې يې د اسلامي يووالي په دوه ورځني كنفرانس كې د ګډون له پاره افغان طالبانو ته بلنه وركړې ده، له طالبانو سره د ايران د اړيكو پر پاللو د تصديق ټاپه ولګوله او هم يې ورسره جوخت د افغانستان په كورنيو چارو كې د ايران د لاسوهنو په اړه خپاره شوي رپوټونه او ادعاګانې په اثبات ورسولې چې د مشرانو جرګې په ګډون يې د ډېرو كورنيو او بهرنيو بنسټونو او نورو ټولنو زياتې اندېښنې او غوسې راوپارولې او له افغان حكومت څخه يې په كلكه غوښتنه كړې ده چې پرضد يې له سختو غبرګونونو څخه كار واخلي او د افغانستان د جمهوري رياست له خوا د يوې خپرې شوې اعلاميې پر بنسټ دې د ايران، پاكستان او روسيې په څېر د طالبانو په ګډون د حكومت د مخالفينو د ملاتړو هېوادونو پرضد له خپلو ټولو امكاناتو څخه كار واخلي او د هغوى د مخالفينو تقويې، روزنې او وسله وال كولو ته دې هم ودانګي او د افغانستان پر وړاندې د دغه ډول مغرضو، لمسوونكو، پاروونكو او تېري كوونكو هېوادونو پرضد دې ځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو او نورو ورانكارو فعاليتونو ته وهڅوي او ولمسوي، خو له ډېره بده مرغه ددې له پاره چې د سولې په اړه د افغانستان د حكومت او د پګواش په ګډون د ملي او نړيوالو بنسټونو او سازمانونو سوله ييزې هڅې او منډې ترړې شنډې او له ناكامۍ سره مخ شي، نو د پاكستان، ايران او روسيې په ګډون ځينو مغرضو هېوادونو د طالبانو په ګډون د حكومت له مخالفينو سره اړيكې ټينګې كړي دي

 او غواړي چې له دې لارې وسله وال مخالفين له حكومت سره د روغې جوړې د خير له لارې واړوي او د امريكا په مشرۍ له نړيوالې ټولنې سره د كينې له مخې د افغانستان په كورنيو چارو كې خپلو بې شرمانه لاسوهنو ته دوام وركړي چې په اړه يې د افغانستان مشرانو جرګې هم خپل سخت غبرګون ښودلى او په كلكه يې غوښتنه كړې چې حكومت دې د افغانستان په كورنيو چارو كې ددغه ډول مغرضو هېوادونو لاس وهنو په اړه ژر تر ژره څېړنې وكړي او د هغو پايلې دې له خپل ملت سره شريكې كړي. ډېره ستره او مهمه غوښتنه داده چې حكومت دې له يوې خوا هغه ټولې مغرضې او مخالفې كورنۍ او بهرنۍ كړۍ په نښه كړي او له هغوى سره دې د سولې د دښمنانو په توګه سخت چلند وكړي چې سوله د خپلو شومو موخو او ناوړو ګټو د ترلاسه كولو له پاره د ستر خطر زنګ بولي او له بلې خوا دې د پاكستان، ايران او روسيې په څېر د افغان حكومت د وسله والو مخالفينو او ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پرضد له خپل سخت غبرګون څخه كار واخلي او پرمټ دې، دې ته اړ كړي چې له طالبانو سره د اړيكو له پاللو او د افغانستان پرضد د ترهګريزو بريدونو د سرته رسولو له پاره د هغوى له روزلو، تغذيه كولو، لمسولو او وسله وال كولو څخه په كلكه ډډه وكړي. د حكومت له مخالفينو سره د ايران، روسيې او پاكستان په څېر د نړۍ د مغرضو او پاروونكو هېوادونو ناوړو اړيكو نه يوازې پر خپل هېواد، سولې او آزادۍ مينو افغانانو، بلكې د امريكا په ګډون يې د نړۍ د نورو هېوادونو د سوله غوښتونكو خلكو زيات حساسيتونه هم راپارولي دي او د امريكا په مشرۍ يې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې ددغه ډول پاروونكو او مغرضو هېوادونو پرضد دې د باتورو افغان ځواكونو لاتجهيز او ځواكمنتيا ته په كلكه خپله ملا وتړي چې د افغانستان پرضد د حكومت د مخالفينو ملاتړو هېوادونو ته خوله ماتوونكي ګوزارونه وركړي او په پايله كې يې د افغانستان پرخلاف ددغه ډول ملاتړو هېوادونو ناوړه پلانونه د هغوى پرخوب او خيال بدل او له خاورو سره يې خاورې كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha