صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د عدالت غوښتنې لپاره ملي او نړيواله اجماع ايجاد شوې

د عدالت غوښتنې لپاره ملي او نړيواله اجماع ايجاد شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عدالت غوښتنې لپاره ملي او نړيواله اجماع ايجاد شوې

په جوزجان او كابل كې وروستيو پېښو سخت حساسيتونه را پارولي او له حكومته غوښتنه كېږي ،چې بشري حقونو او د ولس د ژوندانه او حيثيت د خوندي كولو لپاره عدالت پلى كړى. ادعا كېږي ،چې د ملي جنبش ګوند پر لوړ پوړي غړي احمد خان ايشچي د دغه ګوند د مشر او د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم او د هغه د ډلې له خوا ډله ييز جنسي تېرى شوى ،خو ښاغلى دوستم دغه ادعا ردوي، احمد خان ايشچي څو ورځې د دوستم له خوا بندي و او له خوشي كېدو وروسته يې،پرې د ډله ييز جنسي تېري مسئله را پورته كړې ده. رسنيو دا پېښه لا نوره هم رسوا كړې او دې قضيې په كور د ننه او نړيواله كچه سخت حساسيتونه را پارولي دي. هم ملت او هم نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه اروپايي ټولنه له حكومته د جدي څېړنې او د عدالت د پلي كولو غوښتنه كوي ،ملت، سياسيون ، د جمبش يو شمېر غړي ،د احمد خان كورنۍ او د اروپايي ټولنې تر څنګ د امريكا او نورې نړۍ هېوادونه د دې قضيې د څېړنې كلكه غوښتنه كړې ده ، افغان حكومت هم د دې پېښې په اړه د قانون د حاکميت اصل ته په پام موقف نيولى او ژمنه يې دا ده ،چې دا قضيه به په پوره بې طرفۍ او د اسلامي او منل شويو ارزښتونو په چوكاټ كې د بشري حقونو او انساني كرامت د خونديتوب لپاره څېړي او عدالت به پلى كوي. دا د ولس د ژوندانه او د بشري حقونو د خونديتوب لپاره د افغان حكومت ژمنه ده او دا قضيه به په بې طرفۍ او پوره استقلايت سره څېړي،

 ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه له سياسي ، ملي او جهادي مشرانو ،د ترکتبارانو د قوم له استازو او د احمد خان ايشچي له زوى بکتاش ايشچي، په كابل كې د امريكا متحدو ايالتونو ،جرمني، ترکيې، کاناډا، ناروې، فرانسې، جاپان، انگلستان، د ملګروملتونو له ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره اورپايي ټولنې له سفير سره كتلي او پرې يې بحث كړى دى ،د سترې محكمې مشر ژمنه كړې،چې دا قضيه به په پوره استقلاليت سره وڅېړي ،ولسمشر غني هم ويلي ،چې عدلي او قضايي ارګانونه به په دې اړه له هر راز زور او فشاره خوندي ساتي ،چې دا قضيه په پوره بې طرفۍ او ستر استقلاليت سره وڅېړي. دا په اوسنيو خورا مهمو حالاتو كې د پام وړ مسئله ده، دا منو ،چې د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم زورور او ملېشه يي ناندريز كس دى،خو په دې اړه ملي او نړيواله اجماع رامنځته شوې او د ټولو دا غوښتنه ده ،چې عدالت دې پلى شي، افغان حكومت د دې قضيې په اړه جدي موقف نيولى، هيله ده ،چې ولسمشر غني په دې برخه كې بريالى شي ،خو اوس عدلي او قضايي ارګانونه بايد له ستر ازمونه بريالي را وخېژي او وښيي ،چې په ريښتيا قانون له هر چا لوړ دى. دلته د حكومت ملاتړ له دغو ارګانونو سره لومړى شرط دى،چې ولسمشر يې سپارښتنه كړې او حكومتي چارواكي بايد په دې برخه كې له عدلتي او قضايي ارګانونو سره پوره مرسته وكړي. د دې تر څنګ په كابل كې د دوو ډلو ترمنځ د هغوى د مشرانو د عكسونو پر سر د يو او بل ګرېوانونو ته لاسونه اچولي دي ، حكومت بايد دا ډول كسان او ډلې پرېنږدي ،چې پارونو ته لمن ووهي او يوځل بيا د ۹۰ مې لسيزې كورنۍ جګړې ته خبره ورسېږي ،ځكه هم روسيې او هم ايران له وسله والو طالبانو سره اړيكې منلې او د پاكستان په ګډون درې واړه لوري هڅې كوي ،چې بحران را منځته كړي ،ژور يې كړي او يو ځل بيا افغانستان د خپلمنځي جګړو په پلمه تپل شوې جګړه كې وريت كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha