نړی

د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت نوی سلاکار معرفي شو

د رپوټونو له مخې کله چې د امريکا ملي امنيت سلاکار مايکل فلين بايد له خپلې څوکۍ استعفا کړې وای، نو دا د ولسمشر ټرمپ لپاره ضربه گڼل کېده. دغې څوکۍ ته د دوهم کانديد له لوري د دندې ردېدل هم د يوې ماتې په توگه انگېرل کېدل، خو اوس يو جنرال د ملي امنيت د سلاکار په توگه ټاکل شوی دی. ... ادامه

په چارسده کې ۳پر له پسې چاودنې وشوې

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې، چې د عوامي نشنل ګوند مرکز ګڼل کېږي، پرون (سې شنبه) درې پر له پسې چاودنې وشوې. راپورونه وايي چې چاودنې د چارسدې د محکمې مخې ته شوې او ورسره په يو وخت د ډزو اوازونه اورېدل شوي دي. ... ادامه

ټورنټو سټار پر افغانستان د پاکستان تورونه د فشار هڅه بللې

کاناډايي ورځپاڼې ټورنټو سټار وړمه ورځ په سند ايالت کې له خونړۍ حملې وروسته د پاکستان تورونه او د مواصلاتي لارو بندول پر افغانستان د فشار راوستو هڅه بللې. د پنجشنبې په ورځ د سند ايالت په سېوڼ شريف سيمه کې د صوفيانو په يوه زيارت کې چاودنې ۸۸ کسان ووژل او له سلو زيات يې ټپيان کړل. ټورنټو سټار په دې اړه د پاکستان د پوځ عمليات چې چارواکي وايي، په ترڅ کې يې له سلو زيات تروريستان وژل شوي او همدا راز له افغانستان سره د تورخم او چمن د لارو بندول هغه اقدامات ښودلي چې د ورځپاڼې په وينا هدف يې پر کابل فشار د راوړل دي. د سند د حملې مسووليت له پاکستاني طالبانو څخه يوې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلی. ... ادامه

د کيم وژنې د ماليزيا او شمالي كوريا اړيکې خرابې کړې

په ماليزيا کې د شمالي کوريا د مشر د ميرني ورور کيم جونګ نام په وژل کېدلو پسې کولا لمپور له پيونګ يانګ څخه خپل استازی ور وباله. له دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو اړيکي خرابې شوې دي. ... ادامه

پاکستان وايي: د لاهور د حملې په تړاو يې ۲۰۰ افغانان نيولي دي

پاکستان، چې هڅه کوي خپلې وروستۍ حملې له افغانستان او افغانانو سره وتړي، پرون يکشنبې وويل چې د لاهور او سند د انتحاري بريدونو په تړاو يې په سلګونو افغانان نيولي دي. ... ادامه

روسـيه د افـغان سـولې په هڅـو کې د امـــريکا مخــالفت کـوي

د فوربز امريکايي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دی (( روسيه نه پرېږدي چې امريکا د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون وکړي او له ترهګرو طالبانو ملاتړ کوي.)) ... ادامه

ټرمپ بيا پر رسنيو تونده نيوکه وکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په فلوريډا ايالت کې (( د امريکا لپاره راغونډېدو )) په غونډه کې پر رسنيو يوځل بيا ټينګه نيوکه وکړه. نوموړي خپلو راغونډو شويو پلويانو ته وويل: ... ادامه

په هسپانيه کې د کډوالو په ملاتړ د زرګونو کسانو لاريون

د هسپانيې په بارسلونا ښار کې د شنبې په ورځ يو سلو شپېته زره کسانو په لاريون کې برخه واخيسته او له حکومته ‌يې وغوښتل چې له جګړه ځپلو هېوادونو نور کډوال ومني. ... ادامه

امريکا په هند کې د F-16 الوتکو په جوړولو غور کوي

د د امريکا متحدو ايالتونو د دفاع شرکت، لوکهيډ مارټن، وايي د هند او امريکا حکومت د دغه شرکت پر هغه وړانديز خبرې کوي چې د F-16 جټ الوتکې په هند کې جوړې شي. ... ادامه

امريکا اوس هم د اروپا متحد هېواد دی

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس اروپا ته ويلي چې امريکا تل د دوی تر ټولو لوی متحد هېواد دی. ... ادامه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 next last مجموعه نتایج: 1275 | نمایش: 1 - 10