صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان

افغانستان

د ارګ په جامع جومات کې د وروستيو تروريستي پېښو د شهيدانو فاتحه واخيستل شوه

په هېواد کې د وروستيو تروريستي پېښو د شهيدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په حضور او د متحدو عربي اماراتو د ديپلوماتانو په ګډون وړم ماسپښين د ارګ په جامع جومات کې ترسره شول. ... ادامه

ناټو، افغانستان او امارات د کندهار د بريد څېړنه کوي

د افغانستان ملي امنيت ادارې ويلي، د افغانستان، عربي متحدو اماراتو او د ناټو ګډو کارپوهانو د کندهار د خونړي بريد په اړه څېړنه پيل کړې ده. په بريد کې د اماراتو ۵ ډيپلوماتان او ۷ افغانان ووژل شول. د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د امنيتي ځواکونو لومړني معلومات ښيي چې دا بريد له افغانستان نه بهر سمبال شوى و. ... ادامه

په روان کال کې۱۵۰۰ طالبان وژل شوي

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د روان لمريز کال د شفق په عملياتو کې تر اوسه نږدې ۱۵۰۰ وسله والو طالبان وژل شوي او تر۱۰۰۰ زيات ټپيان شوي دي. ... ادامه

د ودونو د هوټلونو خاوندان دې د عوايدو لپاره بانكي حسابونه پرانيزي

د ماليې وزارت عوايدو مسؤولينو د عوايدو عمومي رييس ښاغلي مجيب الرحمن شيرزاد په مشرۍ پرون د کابل ښار د واده صالون لرونکو هوټلونو ټولنې له غړو او مالکينو سره د تېرو کلونو په پورونو، په اقساطو کې د مالياتو ورکړې او د کابل ښار د رستورانتونو او د واده هوټلو د څېړنې په اړه خبرې وكړې. ... ادامه

راستنېدونکو څه باندې ۷ميليارد ډالر افغانستان ته راوړي

د افغانستان د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو د راستنېدو له امله څه باندې اوه ميليارد ډالر د افغانستان په اقتصاد کې داخل شوي دي. ... ادامه

د اماراتو د قرباني شويو د يپلوماتانو په نامه څلی جوړېږي

حکومت په کندهار ښار کې د تېرې اوونۍ د ترهګريز بريد له امله د متحدو اماراتو د قرباني شويو ديپلوماتانو په نامه څلی جوړوي. ... ادامه

په لغمان كې د وروستيو ترهګريزو پېښو د قربانيانو فاتحه واخيستل شوه

په لغمان کې د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ د جنازې په موخه د لويې غونډې په ترڅ کې د کابل، هلمند، کندهار او د هېواد په يوشمېر نورو سيموکې د ناروا دښمن لخوا وروستي تروريستي خونړي بريدونه په سختو ټکو وغندل او دا ډول بريدونه يې د اسلاميت، افغانيت او انسانيت پرخلاف کار وباله. ... ادامه

قرباني شويو ځواکونو ته دې د (( شهيد )) کلمه وكارول شي

ولسي جرګې وړمه ورځ وژل شويو امنيتي ځاکونو ته د شهيد د کلمې د اطلاق د قانون طرحه تصويب کړه. ... ادامه

عربستان په افغانستان کې وروستي خونړي بريدونه وغندل

د عربستان کابينې يوځل بيا په افغانستان کې وروستي خونړي بريدونه وغندل. ... ادامه

د پوليسو له اکاډمۍ څخه ځوان افسران فارغ شول

د افغانستان د ملي پوليسو له اکاډمۍ څخه څه ناڅه ۵۰۰ افسران د ليسانس په سويه فارغ شول. د دغو افسرانو د فراغت په غونډه کې چې د پوليسو اکاډمۍ په عمومي قوماندانۍ کې جوړه شوې وه؛ د اجراييه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د کورنيو چارو وزارت اداري معيين لوى پاسوال اکرام الدين ياور او د لوړو زده کړو وزارت معيين ګډون کړى و. ... ادامه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 next last مجموعه نتایج: 3120 | نمایش: 1 - 10