صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پروژو د عملي کولو دکار د بهير په ګړندي کولو ټينګار وشو

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پروژو د عملي کولو دکار د بهير په ګړندي کولو ټينګار وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پروژو د عملي کولو دکار د بهير په ګړندي کولو ټينګار وشو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري پرون داترا دمخابراتي خدمتونو دتنظيم له مرستيال سره په کتنه کې ددغه وزارت دپروژو دعملي کولو دکاردبهير دګړندي کولو په اړوند خبرې وکړې .

  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په پروژو کې په يوه وخت دهېواد په پنځو زونونوکې  ددرې ډوله اخبارونو چاپول ، له فايبر نوري سره دمرکزي  عامه کتابتون پيوستون ، او دغه راز  په کمپيوتري وسايلو  دملي آرشيف  سمبالول دي .  په دې کتنه کې  په داسې حال کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکاران ډاکترطارق رشاد ،
  ليلا ساماني او جعفر راستين ، دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت ستر سلاکار ډاکتر ويس  تره کي او ملګري هيئت يې هم حاضر و،داترا دمخابراتي خدمتونو دتنظيم مرستيال  انجنير نقيب الله سيلاب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپروژو دعملي کولو دکار په اړوند پوهاند باورې ته  معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه  چې دغه پروژې په بودجه کې  شاملې دي  او لګښت يې  شل مېليونه افغانۍ  کېږي .  پوهاند باوري  ددې تر څنګ چې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  داترا دادارې  دهمکاري له امله قدرداني وکړه ددغو پروژو دعملي کولو دکار دبهير په ګړندي کولو  باندې  چې په ډېر لنډ ممکن وخت کې  تطبيق كېږي .  ټينګار وکړ .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha