صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د طالبانو په تړاو د ضمير کابلوف د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګونونه!

د طالبانو په تړاو د ضمير کابلوف د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګونونه!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د طالبانو په تړاو د ضمير کابلوف د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګونونه!

​د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وايي روسيه هڅه کوي چې امريکايان په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړي او افغان حکومت او خلکو ته ستونزې پيدا کړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي باور لري چې روسيه غواړي، امريکايان په افغانستان کې له ماتې سره مخ شي، نو ځکه له وسله‌والو طالبانو سره مرسته کوي.

داوود کلکانيد دې جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون مرستيال داوود کلکاني د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"روسان په دې خاطر چې وکولاى شي، په افغانستان کې امريکايان له ماتې سره مخ شي او د لسګونه کلونو پخواني انتقام ترې واخلي، وسله‌وال طالبان په يو نه يو ډول تمويلوي او له طالبانو سره د روسيې مرسته لامل شوې چې دې ډلې په وروستيو کې، يو څه پرمختګ کړى دى. روسان غواړي چې په افغانستان کې له امريکايانو خپل غچ واخلي او افغان حکومت، افغانانو او امريکايانو ته ستونزې پيدا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې طالبان د افغانستان په ۴۰ فيصده خاوره حاکميت لري او که د امريکا متحده ايالات له دې ډلې سره په ځانګړي ډول خبرې ونه‌کړي، نو جنګ او وينه تويېدنه به کلونه کلونه دوام ولري.

ښاغلي کابلوف همدا شان ويلي چې طالبان نه‌غواړي چې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي، ځکه د ده په خبره چې طالبان د کابل اداره لاس پوڅې بولي.

خو ښاغلي کلکاني وايي چې د سولې خبرې اترې بايد د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ ترسره شي او اړتيا ده چې د امريکا په ګډون، نور نړيوال هېوادونه له دې پروسې سره مرسته وکړي.

بل‌خوا د افغانستان دفاع وزارت د ضمير کابلوف د هغو خبرو په غبرګون کې چې ويلي يې دي، وسله‌وال طالبان د افغانستان په ۴۰ فيصده خاوره حاکميت لري، وايي چې د کابلوف څرګندونې د علمي او حقوقي ارزونې څخه سرچينه نه‌اخلي.

محمد رادمنش

د دې وزارت د وياند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وويل:

"له ۸۵ فيصده زياته خاوره د افغانستان اسلامي جمهوريت تر حاکميت لاندې ده، نو زه د ښاغلي کابلوف د څرګندونو په اړه وايم چې دې خبرو له يوې حقوقي او علمي ارزونې څخه سرچينه نه‌ده اخيستې، بلکې يوه مسئله ده چې د دوى او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د رقابت له مخې ويل شوې ده او دوى تل هڅه کوي چې دلته د نړيوالو موجوديت خلکو ته سرچپه ورسوي."

له وسله‌والو طالبانو سره د امريکا د مذاکراتو په اړه د ضمير کابلوف دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستيو کې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جان بولټون په ټينګار سره ويلي چې امريکا د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې رهبري يې د افغان حکومت په لاس کې وي.

همدا شان يو شمېر امريکايي رسنيو راپور ورکړى چې امريکا روسيه تورنوي چې په افغانستان کې د داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې د فعاليت په اړه مبالغه کوي، څو په دې ډول له طالبانو سره خپلو اړيکو ته مشروعيت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې وسله‌والو طالبانو ويلي چې دوى له امريکا سره د سولې خبرو اترو ته تيار دي، هغه غوښتنه چې امريکا رد کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې ويلي وو چې افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره له قيد او شرط پرته مذاکراتو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د نړيوالو اړيکو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، روسيه په دې هڅه کې ده چې وسله‌وال طالبان پياوړ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha