صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | جمهوررييس غني د هېواد د رسنيو د شهيدانو له کورنيو سره غمشريکي وکړه

جمهوررييس غني د هېواد د رسنيو د شهيدانو له کورنيو سره غمشريکي وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني د هېواد د رسنيو د شهيدانو له کورنيو سره غمشريکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون مازديګر په کابل، کندهار او خوست ولايتونو کې په وروستيو تروريستي پېښوکې د شهيد شويو خبريالانو کورنيو سره خواخوږي او غمشريکي وکړه. دا کتنه چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وشوه،

 په پيل کې ډګرمن عطاالله او ميرويس د شهيدانو د کورنيو په استازيتوب د جمهوررييس غمشريکۍ څخه د مننې ترڅنګ وويل، يادې پېښې دې وارزول شي، عاملين دې مجازات او حکومت دې د شهيدانو کورنيو ته پام وکړي.وروسته د خبريالانو فدراسيون په استازيتوب فهيم دشتي خبريالانو ته د متوجه ګواښونو په اړه خبرې وکړې او خبريالانو ته يې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.هغه له جمهوررييس څخه وغوښتل چې يو ځل بيا دې د ټولو شهيدو خبريالانو له کورنيو سره وګوري او دغه راز دې د هغوى دوامداره ملاتړ وشي.دشتي ټينګار وکړ، سره له دې چې د هېواد د رسنيو پر وړاندې وحشتناک بريدونه او ګواښونه موجود دي، خو خبريالان اطلاع رسولو ته ژمن دي.وروسته جمهوررييس غني د شهيدانو کورنيو ته د ډاډګېرنې پرمهال د هغوى  صبر او زغم څخه په مننې وويل، جدي څېړنې به وشي، ترڅو د وروستيو تروريستي پېښو عاملين وپېژندل شي.

جمهوررييس زياته کړه: زما لپاره د وياړ ځاى دى چې په يوه مناسب فرصت کې د هېواد د رسنيو د شهيدانو له ټولو کورنيو  سره ووينم.هغه د خبريالانو له فدراسيون څخه وغوښتل چې د يادو شهيدانو د کورنيو د ستونزو واضح جدول له ده سره شريک کړي.جمهوررييس غني څرګنده کړه، زموږ مسووليت يواځې غمشريکي نه ده، بلکې موږ مسووليت لرو چې د شهيدانو دکورنيوملاتړ وکړو.جمهوررييس دخپلو خبرو په پاى کې د خبريالانو له فدراسيون څخه وغوښتل چې د خبريالانو د ملاتړ صندوق دې ژر فعال کړي، ترڅو له دې لارې وتوانېږو په دې برخه کې لا زيات او موثر ملاتړ وکړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha