صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | پوليسو په کابل کې ځانمرګى بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې وژلی

پوليسو په کابل کې ځانمرګى بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې وژلی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوليسو په کابل کې ځانمرګى بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې وژلی

په کابل کې پوليسو ځانمرګي بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې په ډزو وژلی. د بريدګر هدف د کابل له ګڼه ګوڼې په ډکه سيمه کې د وينې د راټولولو مرکز و. د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي، د دغې پيښې په هکله رسنيو ته وويل:

((کله چې دغه کس د نوي ښار سوداګريزې سيمې پارک ته د راتلو په حال کې و، پوليسو ورباندې ډزې وکړې چې له امله يې د هغه له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ وچاودېد.))پوليس وايي چې له بريدګر پرته په دې پېښه کې بل چاته زيان نه دی اوښتی او تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه بريد مسووليت هم نه دی منلی.دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوونيو کې په پلازمينه کابل کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو په پايله کې د ۹ خبريالانو په ګډون په لسهاوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.له هغې مودې راهيسې چې طالبانو د خپلو پسرلينو عملياتو د پيل خبر ورکړی، د افغانستان په ټولو برخو په ځانګړې توګه په پلازمينه کابل کې بريدونو او چاودونو زور اخيستی.په افغانستان کې جګړه معمولاً د هوا په ګرمېدو زور اخلي دا ځکه چې د ګرمۍ هوا له کبله په غرونو کې واوره ويلي کېږي او د حکومت ضد جنګيالي بيا په آسانۍ سره کولی چې د هېواد مختلفو سيمو ته تګ راتګ وکړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha