صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ايران (( تنکي افغان ځوانان )) د سوريې خونړۍ جګړې ته استوي

ايران (( تنکي افغان ځوانان )) د سوريې خونړۍ جګړې ته استوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ايران (( تنکي افغان ځوانان )) د سوريې خونړۍ جګړې ته استوي

هغه وخت چې د ايران انقلابي ګارد مهدي ته وړانديز وکړ چې يا په سوريه کې وجنګېږي او يا به هم بېرته افغانستان ته اخراج شي چې د طالبانو منګولو ته ولوېږي، نو مهدي ته بل انتخاب پاتې نه شو.

هغه پرته له فکر کولو پرېکړه وکړه چې سوريې ته ولاړ شي. دا ۲۰۱۴م کال و او مهدي لا هم تنکى ځوان و چې له ښوونځي هم فارغ شوى نه و.مخکې له دې چې مهدې سوريې ته ولاړ شي،هغه د ښه ژوند په هيله له کابله ايران ته مهاجر شو. دغه وخت مهدي د سوريې او هلته د جګړې په هکله هېڅ معلومات نه لرل.مهدي په دې هکله دويچه ويله ته وويل چې له مرګه وېرېدلى و او په وينا يې جنګ ځپلي افغانستان ته بېرته تګ ورته ګران و، نو له دې امله يې سوريې ته تګ انتخاب کړ. هغه وويل: ((که ريښتيا ووايم نو ښې پيسې يې راکولې.))مهدي وايي چې په مياشت کې به يې ۷۰۰ ډالر ترلاسه کول. د مهدي لپاره چې په ايران کې يې د کاليو ګنډلو په يوه شرکت کې کار کوه دغه پيسې ډېرې وې. مهدي په هغه شرکت کې د کار پر مهال د ايران پوليسو ګرفتار او بيا د بې اسناده افغان مهاجر په توګه د پوليسو بند ته واستاوه.په ۲۰۱۴م کال کې ايران بيا د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د لا ډېر ملاتړ لپاره لستوڼي بډوهلي وو. د ايران په دې هڅو کې د بشار الاسد له وفادارو جنګياليو سره د مرستې په توګه سوريې ته د سرتېريو او جنګياليو لېږل شامل وو چې زياتره يې د مهدي په شان په ايران کې مېشت افغان مهاجر وو.تر نيول کېدو وروسته مهدي له لسګونو نورو افغان مهاجرينو سره يو ځاى د ايران د پوليسو په زندان کې و. تر هغه چې د مهدي په ياد دي، نو په زندان کې ټولو کسانو د افغانستان پر ځاى سوريې ته د تګ پرېکړه وکړه. هغه چې پښېمانه دى وايي چې په پاى کې دغه پرېکړه د هېچا په ګټه نه وه.مهدي تنکى افغان ځوان دى، لنډ ويښته لري او اوسمهال د جرمني په پلازمينه برلېن کې له يو شمېر افغانانو سره په يوه کور کې په ګډه ژوند کوي. نوموړى په سوريه کې د خپل وخت کيسې رايادوي او د مرګ او وېرې داستانونه په زړه کې لري. مهدي دا مني چې تل هڅه کوي چې دغه خاطرې هيرې کړي، خو وايي چې دا کار سخت دى.مهدي د سلګونه زرو نورو بې اسناده مهاجرو په څېر په ايران کې يې ژوند کړى. په ايران کې ميشت زياتره افغان مهاجرين شيعه او د هزاره توکم دي چې د ايران د انقلابي ځواک له لوري جذبېږي او بيا په سوريه کې د شيعه ګانو د مقدسو ځايونو د ساتنې لپاره د بشار الاسد له ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړې له پاره دغه جګړه ځپلي هېواد ته استول کېږي.ځينې نور افغان مهاجرين بيا د پيسو او په ايران کې د قانوني اقامې د ترلاسه کولو په دام کې لوېږي. دغه اسناد په دې سخت وخت کې په ايران کې ميشت افغان مهاجرينو لپاره د ژوند د اوبو په معنى دي. د مهدي په شان نور افغان مهاجرين د ايران له خوا جوړه شوې (( فاطميون )) لوا کې جذبېږي.د افغانستان په ولسي جرګه کې د فراه ولايت چې له ايران سره په پوله پروت دى، استازې حميرا ايوبي وايي چې په ايران کې دغه راز جلب او جذب په ښکاره توګه او پرته له کومې وېرې روان دى. نوموړې په دې هکله وويل چې په افغانستان کې خلک په دې هکله ډېر معلومات لري چې ايران بې وزله هزاره مهاجرين هدف ګرځوي خو څوک نه غواړي چې په دې هکله ښکاره خبرې وکړي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha