صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | په لوګر كې د نوم ليکنې په يو مرکز کې چاودنه شوې

په لوګر كې د نوم ليکنې په يو مرکز کې چاودنه شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په لوګر كې د نوم ليکنې په يو مرکز کې چاودنه شوې

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې پرون سهار د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د مهاجرينو په ښارګوټي کې د ښوونځي يوه برخه، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز هم په کې دی، په بمونو الوځول شي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ ته وويل، چې بمونه د ښوونځي د انګړه په دروازه کې ځای پرځای شوي وو او سهار شاوخوا ۶ بجې چې زده کوونکي لا ښوونځي ته نه ووتللي، الوځول شوي دي.شاهپور احمدزي زياته کړه، چې په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ښوونځي کړکۍ او دروازه ماتې شوې او د حويلۍ يوه برخه يې نړيدلې ده.

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل، چې له پېښې وروسته د ښوونځي له ټولګيو ماتې شوې ښيښې پاکې شوې، زده کوونکو خپلو درسونو او د نوم ليکنې مامورينو دغه پروسې ته دوام ورکړی.د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر دغه مرکز د شوي بمي بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.د ولايتي چارواکو په وينا د لوګر په مرکز پل علم کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ۲۰ مرکزونه منظور شوي، خو له دې جملې څخه اووه مرکزونه يې د ناامنۍ له کبله له لومړي سره تړلي پاتې شوي دي.په افغانستان کې د رايې ورکوونکو ډېر مرکزونه په عامه ځايونو په ځانګړي ډول په جوماتونو او ښوونځيو کې جوړ شوي دي.وړمه ورځ په خوست ښار کې په جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په مرکز کې د بمي چاودنې له کبله ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان شول.د خوست په ښار کې د رايې ورکوونکو پر مرکز د بمي چاودنې مسووليت هم تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha