صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | په بغلان کې د نا امنيو له امله د برېښنا د جوړولو کار ځنډول شوى

په بغلان کې د نا امنيو له امله د برېښنا د جوړولو کار ځنډول شوى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په بغلان کې د نا امنيو له امله د برېښنا د جوړولو کار ځنډول شوى

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې د دغه شرکت تخنيکي ډلې ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې،

چې په بغلان ولايت کې د برېښنا تخريب شوې ستنه بيا ورغوي.د برېښنا شرکت وياند وحيد‌الله توحيدي امريکا غږ آشنا ته ويلي، چې په سيمه کې د ناامنيو له امله د هغوی تخنيکي ډلې ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.د ښاغلي توحيدي په وينا، د برېښنا شرکت تخنيکي ډله هڅه کوي، چې د سپين‌ږيرو په منځګړيتوب سيمې ته وردننه شي او د برېښنا ستنه ورغوي.ده وويل : (( يو لړ اقدامات شوي ، خو تراوسه کومې نتيجې ته نه يو رسېدلي، زموږ هڅه دا ده چې لومړى په موقت ډول برېښنا ونښلوو، په اساسي ډول د برېښنا د ستنې بيارغول له څلورو ورځو څخه زيات وخت نيسي.))ښاغلي توحيدي زياته کړه، په موقت ډول د برېښنا د مزو نښلول شاوخوا اته ساعته وخت نيسي، خو د ناامنيو له امله تراوسه د هغوی تخنيکي ډله لاس په کار شوې نه ده.د شنبې په شپه شاوخوا دری بجې وسله‌والو طالبانو د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د برېښنا ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله يې د کابل، پروان، کاپيسا، غزني، ميدان وردګو، لوګر او پکتيا ولايتونو د ځينو برخو برېښنا پرې شوه.د برېښنا دغه ستنه د کرکر سټيشن پورې تړلې ، چې د ازبکستان ۳۰۰ ميګاواټه وارداتي برېښنا افغانستان ته انتقالوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha