صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | تركيه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله ده

تركيه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
تركيه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله ده

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون مازدىګر د ارګ په ګلخانې ماڼې کې د ترکيې د اقتصاد وزارت معىن فتح متىن چې د ترکيي د خصوصي سکتور د پانګوالو د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، خپل حضور ته ومانه.د ترکيې د اقتصاد وزارت معىين کابل ته د خپل سفر له امله خوښي وښوده وې وىل:

 موږ به د افغانستان د دولت د کابىنې له ځىنو غړو او خصوصي سکتور سره لىدنې ولرو، ترڅو په ګډه په افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره لارې چارې ولټوو.په دې کتنه کې د پانګونې په فرصتونو او د ترکي شرکتونو پر پانګونې بحث وشو. جمهوررييس غني د لازىاتو اړىکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ټىنګار ترڅنګ ووىل: ترکىه په دې برخه کې برىالۍ تجربې لري چې د دواړو هېوادونو د اړىکو په لاپراختىا کې مرسته کولاى شي.ده زىاته کړه : افغانستان د پانګونې په ځانګړي ډول د انرژۍ، د انرژۍ سکتور لپاره د برېښنايي وساىلو د تولىد، مخابراتو، نوري فاىبر، د کرنىزو تولىداتو د پروسس او بستهبندۍ او د سړو خونو د جوړولو، د سمنټو د تولىد، نساجۍ او روغتىا د سکتور په برخو کې زىات فرصتونه لري. جمهوررييس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د موجودو پالىسىو په اساس د پانګوالو د هڅولو په خاطر لازمې اسانتىاوې لري او چمتو دى پانګوالو ته له اقتصادي زون څخه د استفادې په برخه کې زمىنه برابره کړي.  ده زىاته کړه: موږ د پانګونې او د عامه خصوصي سکتور د ګډون لىواله ىو او په دې برخه کې ترکي او افغان شرکتونه کولاى شي په ګډه موثر فعالىتونه ولري. ده د زىربنايې سکتور او ترانسپورټ په برخه کې د ترکىې تجربې موثرې وبللې وې وىل، د ترانسپورټ په برخه کې دې د سوداګرۍ زمىنه برابره شي.د ترکىې د اقتصاد وزارت معىين ووىل، د پانګونې په برخه کې په مطرح شوىو ظرفىتونو او فرصتونو غور کوو او د ترکىې خصوصي سکتور چمتو دى چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha