صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | چراغ طبي ټلوېزيون پرانيستل شو

چراغ طبي ټلوېزيون پرانيستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
چراغ طبي ټلوېزيون پرانيستل شو

اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د چراغ د طبي ټلويزيون د خپرونو دپيل په مراسمو کې وويل ؛ چې د دغه ټلويزيون خپرونې کولاى شي د روغتيايي پوهاوي د ورکولو په برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.

د چراغ طبي ټلويزيون د چراغ د لوړو  زده کړو  نشراتي ارګان دى چې طبي اطلاعات خپروي . د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛  د دغې شبکې   د خپرونو د پيل په مراسمو کې ډاکټر عبدالله عبدالله  دغه راز وويل  چې په افغانستان کې   د طبي ټلويزيون اړتيا  احساس کيده  چې د چراغ د طبي ټلويزيون په پرانيستلو سره به  دغه اړتيا لري  شي.اجرائيه رييس  د جسمي او رواني  سلامتيا په لاره کې د دغه  ټلويزيون  رول  ګټور وباله  او د هېواد په پرمختګ  کې يې د خلکو سلامتيا ارزښتناکه وبلله.ډاکتر عبدالله عبدالله ز ياته کړه   دغه ټلويزيون کولاى شي  خلک  له وروستيو طبي پرمختياوو او برياليتوبونو څخه خبر کړي.دده دڅرګندونوله  مخې؛ دچراغ طبي ټلويزيون به په ټولنه کې د روغتيايي سلاکار رول  ولوبوي.د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري په يوه پيغام کې په هېواد کې   د معياري طبابت  د ډله ييز کولو په لاره کې د چراغ د طبي ټلويزيون رول ارزښتناک وباله . دغه راز  د عامې  روغتيا وزير  ډاکټر فيروزالدين فيروز په يوه پيغام کې وويل ؛  چې د چراغ طبي ټلويزيون  د پوهاوي په ورکولو سره  کولاى شي   د ساري او غير ساري ناروغيو د زياتې برخې دمخنيوي سبب شي .د چراغ د لوړو زده کړو د موسسې او د چراغ د طبي ټلويزيون  بنسټ ايښودونکى  ډاکټر چراغ علي  چراغ د دغه ټلويزيون د جوړولو هدف د طبي زده کړو   د همغږي کولو  او د ناروغيو په مخنيوي کې  ګټور وباله  او ويې ويل چې دغه ټلويزيون کولاى شي د غلطوطبي معلوماتو په وړاندې  له ټولنې سره همکاري وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha