صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ((له ټولو زړور )) افغان ماين پاکوونکي هم خپل ځان له هېواده قربان كړ

((له ټولو زړور )) افغان ماين پاکوونکي هم خپل ځان له هېواده قربان كړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
((له ټولو زړور )) افغان ماين پاکوونکي هم خپل ځان له هېواده قربان كړ

بهادر اغا د وسله والو طالبانو له خوا ۶ وارې زخمي شوی و. هغه د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کي د وايس نيوز خبريال بېن اندرسن ته د مرکې پر وخت په خندا ويلي وو، چې کېدای شي اووم وار يې چاودنه ژوند ترې واخلي. همداسې هم وشول او بهادر اغا چې ورته په سيمه کې د يو اتل په

سترګه کتل کېدل، د يوه ماين د شنډولو په کوښښ کې خپل ژوند د نورو د ژوند د بقا لپاره قرباني كړ!
۳۱ کلن بهادر اغا به په هلمند کې د ماين پاکۍ له تجهيزاتو پرته د افغان ځواکونو له قطارونو څخه مخکې په خالي لاس ماينونه او په لاس جوړ شوي بمونه شنډول. د پوليسو مامور بهادر آغا د ماينونو په شنډولو سره د بې شمېر انسانانو ژوند ژغورلى دى. بهادر چي بې له زغروالو سامان آلاتو به يې ماينونه خونثی کول، په دې ښه پوهېد چې يوه تېروتنه يې د ژوند په بيه تمامېدای شي، خو هغه د خپل ژوند په قربانولو سره  خپله دغه دنده او ورسره مل ګواښونه پر ځان منلي وو. افغانستان چې له تېرو تقريبا څلورو لسيزو راهيسې پکې پردۍ تپل شوې جګړه روانه ده، په نړۍ کې لومړى هېواد دى ،چې په كې ښخ شوي ماينونه ډېر دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې يوازې په ۲۰۱۷م کال کي په افغانستان کې له۶۰۰ ډېر كسان د ماينونو او خپله جوړ کړل شويو بمونو له کبله وژل شوي دي. په دغو قربانيانو کې د بهادر اغا په گډون ۱۰۰ تنه يوازې د هلمند ولايت دي

د بهادر اغا اخښي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې وسله والو طالبانو د ماينونو په اېښوولو کې نوښت رامنځ ته کړ او د يوه پر ځای اوس دوه ماينونه ښخوي. د هغه په وينا بهادر د يوه ماين د خونثی کولو پر مهال د دويم ماين د چاودلو له کبله شهيد شوی دی.

په داسې حال کې چې په هلمند کې امنيتي وضعه ډېره خرابه ده، نو د بهادر اغا د قرباني کېدو خبر د هغه له مړينې تقريبا يوه مياشت وروسته له هلمنده راوتلی دی. بهادر اغا د خپلو ملګرو له خوا يو زړه ور ځوان معرفي شوی او ويل کېږي چي طالبانو يې د هغه د مور په گډون د کورنۍ څو غړي هم ور وژلي دي.

بهادر اغا، وايس بهرنۍ رسنۍ ته ويلي وو چي کورنۍ او هر څه يې له منځه تللي او دا چي که دی هم له منځه ولاړ شي نو هېڅ ستونزه نه ويني.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha