صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ ولمانځل شوه

د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ ولمانځل شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ ولمانځل شوه

د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملې ورځ پرون د هېواد په ملي موزيم کې ونمانځل شوه . د باخترآژانس دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د فوايد عامې وزير يماياري ،

دچاپيريال ساتنې دخپلواکې ادارې ريېس شاه زمان ميوندي، په کابل کې ديونسکو د نمايندګۍ د دفترمسوول ، دعلومو اکاډمۍ پوهانو، د کابل پوهنتون استادانو او د هېواد يوشمېر فرهنګيانو ګډون کړى و. په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  د جمهور ريېس محمد اشرف غني پيغام د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د خپرونو او پاليسۍ په چارو کې د سلاکار او  وياند محمدصابر مومند له خوا ولوستل شو. په پيغام کې ويل شوي دي : ((  افغانستان که له يوې خوا د فرهنګي ميراثونو له درکه د دنيا  په شتمنو هېوادونو کې  دى ، نو له بلې خوا دتېرو څولسيزو ناامنيو له امله د خپلو فرهنګي  ميراثونو  دلوټ او تخريب  شاهد پاتې شوى دى.  ))    په پيغام کې د اطلاعاتو اوفرهنګ له  وزارت څخه د فرهنګي ميراثونو د ساتنې  د ملې ورځې د نمانځنې په خاطر  مننه شوې ده . وروسته د موزيم ريېس فهيم رحيمي  هم د فرهنګي ميراثونو د ساتنې د ملې ورځې  په باب خبرې وکړې. دغه راز د 

هېواد د لومړۍ ميرمنې پيغام هم د هېواد  د لومړۍ   ميرمنۍ  د فرهنګي سلاکارې  زهرې  يوسف له  خوا ولوستل شو . وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  خبرې وکړې  او ويې ويل ؛ د فرهنګي ميراثونو ساتنه  يوازې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنده  نه ،بلکې د ټولو افغانانو  دنده ده. ده دغه راز زياته کړه چې، په افغانستان کې په زرګونو لرغوني اثار اوتاريخي آبدې  شته  چې تر اوسه پورې دغه  وزارت په دې توانيدلى دى چې پنځه  زره اثاره  ثبت کړي. داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د سرپرست دڅرګندونوله مخې  ؛ د نهه سوه فرهنګي ميراثونو او لرغونو اثارو لپاره د پيژندنې لوحې برابرې شوې دي.  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په ټينګارسره وويل ؛ تر اوسه پورې زيات کارونه په  دې برخه کې په مخکې دي . ده وويل ؛  دغه وزارت په روان کال کې  ٢٢ تاريخي آبدې  بيارغاولي دي  او د فرهنګي ميراثونو دساتنې دملي ورځې په وياړ شپږ تاريخي آبدې   له بيارغاونې وروسته وړمه ورځ  افتتاح شوې. په کابل  کې د يونسکو استازي په  دې غونډه کې يو وار بيا د اطلاعاتو اوفرهنګ له  وزارت سره د دغه بنسټ  په   همکاريو ټينګاروکړ . په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فوايد عامې وزارت  او دغه راز  د چاپيريال ساتنې  د خپلواکې ادارې  ترمنځ  تفاهم ليک  لاسليک شو. د دغه تفاهم ليک  له مخې  به  دفوايد عامې وزارت د سړکونو او  لويو لارو دجوړولو په وخت کې کله چې له  تاريخي آبدو سره مخامخ کيږي د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته  به خبر  ورکوي.  دغه شان د چاپيريال ساتنې اداره هم که  د شنو ساحو او د تفريحي ځايونو د جوړولو  په وخت کې  له تاريخي آبدو سره  مخامخ کيږي ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته  به خبر  ورکوي. په دې غونډه کې  د مهر او فلزي مسکوکاتو هغه  نندارتون چې په مختلفو دورو پورې  اړه پيدا کوي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا پرانيستل شو. په پاى کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  ستاينليکونه  په کابل  کې د يونسکو مسوول ، د لومړۍ مېرمنې فرهنګي سلاکارې  زهرې يوسف ، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت  مرستيال  زردشت  شمس او يو شمير نورو برخه والوته دپوهاند محمدرسول باوري، يما ياري اوشاه زمان ميوندي  له خو ا ورکړل شول.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha