صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | پاکستان د افغانستان پرضد له ترهګرۍ څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخلي

پاکستان د افغانستان پرضد له ترهګرۍ څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستان د افغانستان پرضد له ترهګرۍ څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخلي

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي وايي: پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي.د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي وايي:

دوی په تېرو څو کلونو کې له پاکستان څخه پرله پسې يوه روښانه غوښتنه کړې او هغه دا چې دافغانستان پرضد دى له ترهګرۍ او افراطيت څخه د يوې وسيلې په توګه کار نه اخلي.ښاغلي کرزي وويل: له پاکستان څخه يې غوښتي چې د دولتونو په سطحه ورسره کېني او پر ټولو مسئلو ورسره بحث وکړي.د چک جمهوريت په مرکز پراګ کې له آزادې راډيو سره په مرکه کې دې لوړ پوړې افغان ډيپلوماټ د پاکستان د غوښتنو په اړه وويل: پاکستان په بحثونو کې په جزئياتو خپلې غوښتنې په روښانه توګه نه وايي، خو موږ ويلي شو چې مشخصې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي او موږ چمتو يوو چې بحث پرې ورسره وکړو.د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال وويل: د پاکستان يوه اندېښنه د افغانستان او هند ترمنځ نېږدې اړيکې دى خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پاکستان نه غواړي چې افغانستان او هند دې نېږدې اړيکې ولري، حکمت خليل کرزي وويل: (( مشخص نه وايي، خو دا په ډېر وضاحت وايي چې ستاسو دوو هېوادونو استخبارات چې د افغانستان ملي امنيت دي او د هند استخبارات دي په  خپلو کې نېږدې اړيکې لري، پخوا يې دا هم ويل، چې په افغانستان کې هندوستان ۱۲ کونسلګرۍ لري، ډېر داسې مسايل شته چې حقيقت نه لري، له همدې کبله مو ورته ويلي چې راشئ، او له موږ سره کېنئ.))ښاغلي کرزي که څه هم ونه ويل، چې ګوندې پاکستان ترې د ډيورنډکرښې په اړه کومه غوښتنه لري 

، خو ويې ويل ، چې د ډيورنډ بحث د افغانستان د حکومت له واکه پورته دي.هغه وويل: (( دا د افغانستان د خلکو او لويې جرګې بحث دی، د قومونو بحث دي او په يو لوی چوکاټ کې بايد دا بحث وشي.)) د دې پوښتنې په ځواب کې پاکستان چې مخکې همکاري ونه کړه، ولې فکر کوئ چې اوس به همکاري وکړي؟ د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال يادى پوښتنې په ځواب كې داسې  وويل:  اوس يو څه بدلونونه راغلي دی، پر پاکستان نړيوال فشارونه بيخي زيات شوي، په ځانګړې توګه د امريکا د متحدو ايالتونو او نړيوالو سازمانونو له خوا. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي د افغان چارواکو په نمايندګۍ په ګڼو نړيوالو او سيمه ييزو غونډو کې د افغانستان استازيتوب کړي.له دې څخه نوموړي لومړني افغان چارواکي و، چې څو کاله مخکې يې د پاکستان په منځګړيتوب اسلام آباد ته نېږدې په مري کې له طالبانو سره لومړي پړاو د مخامخ رسمي خبرو مشري وکړه.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha