صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ځوانان دې د هېواد په آبادولو کې ونډه واخلي

ځوانان دې د هېواد په آبادولو کې ونډه واخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ځوانان  دې د هېواد په آبادولو کې  ونډه واخلي

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معيين ډاکتر کمال سادات دامريکا متحده ايالاتو ته په خپل سفر کې دملګروملتو په سازمان کې دافغانستان له دايمي استازي محمود صيقل سره په کتنه کې ، دنړيوالو اړيکو په چارو کې دافغانستان دځوانانو درول په باب خبرې وکړې .

    دباختر آژانس دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معيين  څرګنده کړه چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس   محمد اشرف غني  ځوانانو ته خاصه پاملرنه لري  او زيات  ټينګار يې کړى دى  چې  ددولت  دادارې په بېلابېلو چارو کې دې  ځوانانو ته  کاري فرصتونه  برابر شي .   دغه راز په دې  کتنه کې  دنړيوالو اړيکو په چارو کې  دهېواد  دځوانانو  درول په باره کې هم خبرې وشوې  او دځوانانو دچارو معيين  وويل  چې په دې وروستيو وختو کې دنړۍ له يوشمېر  هېوادونو په تېره بيا  له هندوستان ، دامريکا  له متحده ايالاتو ، چين ، جنوبي کوريا ، قطر ، مصر ،مکسيکو اوله يوشمېر نورو  هېوادونوسره  چې کنفرانسونه  او غوڼډې يې  جوړې کړې دي  او دافغانستان يوشمېر ځوانانو هم  په دغو غونډو کې ګډون کړى دى  دهېواد دځوانانو  اړيکو  ښه والي موندلى دى  .   دملګروملتو په سازمان کې  دافغانستان دايمي استازي  محمود صيقل  په دې کتنه کې  ددې تر څنګ چې  په بېلابېلو چارو کې  دځوانانو رول  مهم او رغنده وباله  ، څرګنده کړه  داسې پروګرام  ترلاس لاندې لري  چې  دملګروملتو دسازمان  دکار اوفعاليت  له څرنګوالي سره  د ځوانانو  دزياتې بلدتيا  په خاطر  غونډې جوړې کړي . او په هغو کې دهېواد يو شمېر ځوانانو ته  هم دگډون بلنه  ورکړي .  ډاکتر سادات  په دې کتنه کې زياته کړه له هغو افغان ځوانانو څخه يې  چې  دنړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې  ژوند کوي   ، غوښتنه کړې ده  چې خپل هېواد ته  راستانه شي  او  دهغه په آبادولو  او ودانولو کې  ونډه واخلي او دافغانستان لپاره  کار وکړي .   ده ټينګار  کړى  چې په دې وروستيو کې  په افغانستان کې  د تکنالوژي  او روزنې په لحاظ  يولړ پرمختګونه شوي دي  او ځوانانو ته  زيات فرصتونه  برابر شوي دي .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha