صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | پاکستاني طالبانو د خالد مسيد وژل کېدل منلي

پاکستاني طالبانو د خالد مسيد وژل کېدل منلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستاني طالبانو د خالد مسيد وژل کېدل منلي

پاکستاني طالبانو منلې چې د تحريک طالبان پاکستان مرستيال خالد مسيد، چې په خان سيد سجنا هم مشهور و، شمالي وزيرستان کې د امريکا بنګنې الوتکې بريد کې وژل شوی.بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ شوی و.د تحريک طالبان پاکستان وياند ويلي، خالد مسيد ډيورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزيرستان کې وژل شوی.دوی وايي، اوس د ښاغلي مسيد پرځای مفتي نور ولي مشر ټاکل شوی.

  مفتي نور ولي د بيت الله مسيد نژدې ملګری و او وړاندې يې هم ددغه تحريک په مشرتابه کې ځينې کارونه کړي.څلوېښت کلن مفتي نور ولي د طالبانو په تېر تاريخ يو کتاب هم ليکلی دی.خالد مسيد د ۲۰۱۴ کال اکتوبر مياشت کې امريکا د ترهګرو په لېست کې شامل کړی و.د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند محمد خراساني په يوه پيغام کې ويلي، خالد مسيد د پاکستاني طالبانو د تحريک د مرستيال مشر سربېره د دغه تحريک د مسيدو د څانګې مشر هم و.دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د تحريک پر مشرانو د امريکا بنګنې (بې پيلوټه) الوتکې بريدونه کوي. په ۲۰۰۷ کال، يې پر بيت الله مسيد او بيا د هغه پر ځای ناستي حکيم الله مسيد ورته بريدونه وکړل.طالبان وايي، د خپل مشر د وينې غچ به د پاکستان له حکومته اخلي، ځکه چې په وينا يې د امريکا اصلي لاسپوڅی دی.۳۸ کلن خان سيد (خالد مسيد) د جنوبي وزيرستان زنګړا سيمې اوسېدونکی و چې د طالبانو تحريک لپاره يې وژل کېدل يو لوی ګوزار ګڼل کېږي.د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بيت الله مسيد تر وژل کېدو وروسته، ياده ډله د مشرۍ پر سر د خپلمنځي لانجو له کبله په دوو برخو ووېشل شوه.د نوي امير په توګه د ملا فضل الله تر ټاکل کېدو وروسته، خالد مسيد د پاکستاني طالبانو له لويې او اصلي ډلې بېل شو او په سويلي وزيرستان کې د هغو طالبانو مشري په غاړه واخيسته چې په مسيد قبيلې پورې تړلي وو.خو څو مياشتې وړاندې دواړه ډلې يو ځل بيا سره پخلا يو ځای شوې. د همدې پخلاينې په پايله کې خالد مسيد د مُلا فضل الله مشري ومنله او دی پخپله د پاکستاني طالبانو مرستيال وټاکل شو.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha