صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | خليلزاد: پاکستان غواړي چې افغانستان يې مستعمره شي

خليلزاد: پاکستان غواړي چې افغانستان يې مستعمره شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
خليلزاد: پاکستان غواړي چې افغانستان يې مستعمره شي

ښاغلي خليلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د پاکستان مقصد دا دى چې پر افغانستان کنټرول ولري؟ وويل :

  (( داسې معلومېږي چې دوى يو داسې افغانستان غواړي چې دوى پرې مستقيم که نه غير مستقيم حاکميت ولري او غټې فيصلې په افغانستان کې د دوى په رهنمايي ا ومشورې وشي.)) ده زياته کړه:بدبختانه همداسې معلومېږي. کېداى شي چې دا نظريه غلطه ثابته شي او داسې سياست انتخاب کړي چې د افغانستان د سولې او آرامۍ، موفقيت او پرمختگ طرفدار وي. خو دوى د افغانستان د پېشرفت مخالف دي او غواړي چې افغانستان يو مستعمره غوندې شي. زلمي خليلزاد په امريكا كې پر پاكستان د سياسي او اقتصادي فشارونو د راوړلو لپاره ډېر څه كړي دي. د هغه د منډو ترړو نتيجه دا ده ،چې نن پاكستان تر سختو فشارونو لاندې دى او نړيواله ټولنه په دې يقيني شوې ،چې ترورېزم د پاكستان محصول دى او له  ترهګرۍ لاس نه اخلي.په دې وروستيو كې ښاغلى خليلزاد افغانستان ته راغلى او له سياسي او پوځي مشرانو سره يې ليدنې لرلې. خليلزاد په دې ټينګار كوي،چې په افغانستان كې سياسي اختلافونو ته د پاى ټكى كېږدي او افغانان په ملي كرښه كې متحد او يو موټى وساتي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha