صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | افغان حکومت: زرګونو ستنو شويو کډوالو ته کار مومو

افغان حکومت: زرګونو ستنو شويو کډوالو ته کار مومو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان حکومت: زرګونو ستنو شويو کډوالو ته کار مومو

د افغانستان حکومت وايي، له ايران او پاکستانه پنځلس زرو ستنو شويو افغان کډوالو ته کاري فرصتونه برابروي.

  د کار دا پروژه د کليو د پراختيا وزارت له خوا پيلېږي چې د غالۍ اوبدلو پنځه زره کارخونې به په کې فعالې او ۶۵٪ کارمنانې به يې ښځې وي.ددې پروژې چارې يوه نادولتي شرکت ته ورکول کېږي چې تازه تړون ورسره لاسليک شوى.ددغه شرکت چارواکي وايي تر راتلونکو درېيو مياشتو به کارخونې فعالې کړي او زرګونه راستانه شوي کډوال به په کار وګماري.د افغانستان د کليو پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي وايي، دا پروژه به کابل، ننګرهار، بلخ،‌لغمان،‌پروان،‌بغلان،‌هرات او کندهار ولايتونو کې فعاليت ولري.ښاغلي کريمي وايي،‌له دې پروګرامه ۶۵ سلنه ګټه اخيستونکې به ښځې وي. د نوموړي په وينا،‌ياد پروګرام به معلولو کسانو ته د کوچنيو سوداګريو فرصتونه هم برابر کړي.په افغانستان کې د بې کارۍ کچه هر کال ډېرېدونکې ده چې لوى لامل يې ناامني ده‌.د افغانستان د غالۍ اوبدلو شرکت مشر سيد عباس سادات چې د يادې پروژې د ترسره کولو مسؤول دي،‌وايي ياد پروګرام به ښځو ته لومړيتوب ورکوي.تېره اونۍ نړيوال بانک خبردارى ورکړ چې افغانستان کې د بې روزګارۍ ‍ډېرېدل ښايي ددې لامل شي چې هېواد ته د ناقانونه کډوالو ستنېدل به په کور د ننه بې ځايه شويو شمېر ډېر کړي.د کډوالو د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې،‌د روان ۲۰۱۸ کال له پيله تر ۵۰ زرو ډېر کډوال له پاکستان او ايران نه افغانستان ته راستانه شوي.همدارنګه،‌دا مهال پاکستان کې شاوخوا دوه مېليونه افغان کډوال اوسېږي، چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره دوې مياشتې ضرب الاجل ورته ټاکل شوى.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha