صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د برېښنايي تذکرو د وېش بهير (( قومي افراطيانو )) يرغمل کړى

د برېښنايي تذکرو د وېش بهير (( قومي افراطيانو )) يرغمل کړى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د برېښنايي تذکرو د وېش بهير (( قومي افراطيانو )) يرغمل کړى

د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال سرورد دانش وايي د لويې جرګې د جوړولو هلې ځلې يوه نرمه کودتاده.

 ښاغلي دانش په کابل کې يوې غونډې ته وويل: (( د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهير يو شمېر قومي افراطيونو يرغمل کړى دى.)) د برېښنايي تذکرو د وېش بهير له ډېره وخته ځنډېدلى دى. همدا وړمه ورځ اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا ته وويل چې د برېښنايي تذکرو وېشل بايد په افغانانو کې د بېلتون لامل نه شي. هغه وويل: (( پوهېږو چې په دې برخه کې جدي بحثونه شته او د داسې مسايلو په تړاو د حقوقي او قانوني اړخونو ترڅنګ د خلکو نظر هم ډېر مهم دى، له همدې امله کوم ځنډ چې رامنځ ته شوى، پر ځاى دى.)) خو د ولسمشر لومړي مرستيال دانش په دې اړه ډېر جزييات ورنه کړل او نه يې وويل چې له : (( قومي افراطيونو )) څخه يې هدف څوک دى. مګر له دغو څرګندونو داسې ښکاري چې لا هم په حكومت كې په دې اړه همغږي نشته. ښاغلي دانش همدغه راز پر هغو خلکو هم انتقاد وکړ چې د نظام د بدلون لپاره لويه عنعنوي جرګه غواړي. ده وويل : (( د موقت حکومت او په اساسي قانون کې د تعديل لپاره د عنعنوي لويې جرګې د جوړولو هڅې د قانون له چوکاټه بهر اقدامات او دا يوه نرمه کودتا ده.)) سرور دانش د سه شنبې په ورځ د افغانستان د اساسي قانون د تصويب د څوارلسم کال په مراسمو کې خبرې کولې، ده وويل چې د حکومت د بې وسۍ او کمزورتيا له کبله د اساسي قانون يو شمېر مادې نه دي پلې شوې. ده دا ادعاوې هم رد کړې چې ګنې د اساسي قانون متن تحريف شوى او وويل چې د اساسي قانون له تصويب وروسته دا ډول ادعاوې حقيقت نه لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha