صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | په ۲۰۱۷ م كال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ډېر افغانان بې کوره شوي

په ۲۰۱۷ م كال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ډېر افغانان بې کوره شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ۲۰۱۷ م كال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ډېر افغانان بې کوره شوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (( اوچا )) وايي په تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ ډېر افغانان د جنګ جګړو له امله د خپلو مېنو کډه کولو ته اړ شوي دي.

(( اوچا )) د روان ميلادي کال د پيل د لومړۍ اوونۍ په راپور کې ويلي، تېر ميلادي کال په افغانستان کې له ۴۴۸۰۰۰ ډېر افغانان له خپلو مېنو نورو سيمو ته کډه شوي ، چې د دغو شمېرو له مخې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۲۰۰ ډېر افغانان خپلو مېنو پرېښوودلو ته اړه شوي دي. دا راپور وايي : (( ترټولو ډېرې بې ځايه شوې کورنۍ چې شمېر يې ۱۲۳ زره پنځه سوه اته دېرش تنو ته رسېږي د ننګرهارپه ولايت کې بې ځايه شوې، ورپسې ۳۹۵۰۰  کورنۍ په کندوز، ۲۶۹۵۰ د بادغېس په ولايتونو کې بې ځايه شوې دي.)) (( اوچا )) په خپل دغه راپور کې په تېرميلادي کال کې له ايران او پاکستانه د هغو افغانانو د ستنېدلو شمېر هم خپورکړى، چې په دغو هېوادونو کې يې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لرل، او خپل وطن ته ستنېدلو ته اړ شوې دي. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (( اوچا )) د مهاجرت د نړيوالې ادارې (( آى او اېم )) د راپور له مخې وايي په تېر ميلادي کال کې له ايران او پاکستانه د اوسېدنې د قانوني اسنادو نه لرونکي ۴۶۲ زره درې سوه شپاړس افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي. د دغه شمېر ۹۸ زره يوسل او يو نوي يې له ايران او پاتې نور له پاکستانه وطن ته ستانه شوي دي. همداشان (( اوچا )) په دې راپور کې ويلي چې په تېر ميلادي کال کې له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ټول اته پنځوس زره اته سوه اولس افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. (( اوچا ))په دغه راپور کې د افغانستان او ايران ترمنځ د اسلام قلعه په سرحدي سيمه کې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله د يو روغتيايي کلينيک د تړل کېدو خبر هم ورکړى دى. همداشان (( اوچا ))په بادغېس کې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د وسله والو له خوا د اتو تړل شويو روغتيايي مرکزونو د بېرته پرانيستلو خبر هم ورکړى او ويلي يې، چې د بادغېس په ګاونډ د غور ولايت چغچران په ولسوالۍ کې چې د نوي ميلادي کال په لومړۍ ورځ ۳ روغتيايي کارکوونکي او د هغوى دوه همکاران وسله والو نيولي وو، يوه ورځ وروسته بېرته راخوشي شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha