صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د کورنيو چارو وزارت دوه پخواني مرستيالان په بند محکوم شول

د کورنيو چارو وزارت دوه پخواني مرستيالان په بند محکوم شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کورنيو چارو وزارت  دوه  پخواني مرستيالان په بند محکوم شول

په کابل کې يوې محکمې د کورنيو چارو وزارت دوه پخواني مرستيالان له خپلو دندو د ناوړه استفادې په جرم په بند محکوم کړل.

له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي: د کورنيو چارو وزارت پخوانيو معيـينانو مرتضى رحيمي او واسع رووفي ته وړمه ورځ /دوشنبه/ په علني محاکمه کې سزا اعلان شوه.د دغه مرکز په وينا مرتضى رحيمي په درې کاله او واسع رووفي په يو نيم کال بند محکوم شول. محکمې ۴ تنه نور هم محکوم کړل. د دغو څلورو تنو په منځ کې يو د کورنيو چارو وزارت د تدارکاتو رييس نويد الله بخشي او د دغه وزارت ۳ نور کارکوونکي دي.بخشي ته ۳ کاله او د کورنيو چارو وزارت هر کارکوونکي ته ۱۸ مياشتې بند ټاکل شوى دى.دوى د کورنيو چارو وزارت د تېلو په قراردادونو کې درغلي کړې وه.محکومان د استيناف حق لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha