صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ناټو د اكمالاتو لپاره د پاكستان بديلې لارې لري

ناټو د اكمالاتو لپاره د پاكستان بديلې لارې لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ناټو د اكمالاتو لپاره د پاكستان بديلې لارې لري

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د تجهيزاتو د انتقال لپاره به د پاکستان پر ځاى له بلې هرې بديلې لارې ګټه واخلي.

وروسته له هغې چې پاکستان په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د تجهيزاتو د انتقال د لارې پر بندېدو بحثونه پيل کړل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت که څه هم په ځانګړي ډول په دې اړه نه‌غږېږي، خو وايي چې په افغانستان کې خپل ماموريت د بېلابېلو لارو نه اکمالولى شي. د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مرستيال وياند ((کوون فوکنر )) ازادۍ راډيو ته په استولي پيغام کې ويلي چې په بېړنيو حالاتو کې دوى په افغانستان کې  د ناټو د ماموريت د دوام لپاره له بېلابېلو انتخابونو کار اخلي. د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي يو شمېر غړي هم ورته نظر لري او وايي چې د پاکستان له لوري د ناټو د تجهيزاتو د لارې تړل به د ترورېزم په وړاندې پر روانه مبارزه منفي تاثيرات ونه‌لري. د ولسي جرګې دوهم مرستيال محمد نذير احمدزي ويلي: (( دا به پر افغانستان هېڅ منفي تاثيرات ونه‌لري ځکه افغانستان نورې بديلي لارې هم لري چې ناټو پرې اکمالات وکړي، خو ښه خبره دا ده چې پاکستان دې له دوه مخي سياسته لاس واخلي او د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې دې رښتينې همکاري وکړي.)) دا په داسې حال کې ده چې (( نېشن )) پاکستانۍ ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي چې اسلام‌اباد په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته د تجهيزاتو او خوراکي موادو د انتقال د لارې پر بندولو بحثونه پيل کړي دي. اسلام‌اباد وروسته له هغې د دغه اقدام هڅه کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې ميلادي مياشتې په لومړۍ نېټه پر خپلې ټوېټرپاڼه ليکلي وو چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ۳۳ ميليارده ډالره مرسته ورکړې، خو پاکستان‌‌يې په بدل کې امريکا ته يوازې چل، فرېب او دوکه ورکړې.  له دې وروسته د امريکا دفاع وزارت اعلام وکړ چې امريکا د پاکستان نږدې دوه ميليارده ډالر مرستې ځنډولې او دې ته اندېښنه نه‌لري چې پاکستان عکس‌العمل ښکاره کړي. د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس په يوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا اسلام‌اباد به د امريکايي ځواکونو پر مخ د اکمالاتو لارې بندې نه‌کړي؟ ويلي وو : (( دې ته هېڅ اندېښنه نه‌لري.)) 

په همدې حال کې د پوځي چارو يو شمېر افغان کارپوهان بيا وايي چې پاکستان د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف په دغسې مسايلو کې هر وخت د باج اخيستنې هڅه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې پر پاکستان د ترورېزم نه د ملاتړ په برخه کې د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا فشارونه ډېر شوي چې پاکستان‌يې هم د امريکا په وړاندې دغو اقدام ته هڅولى دٰى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha