صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د اسلامي حزب ۹۰ بندىان به ژر خوشي شي

د اسلامي حزب ۹۰ بندىان به ژر خوشي شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اسلامي حزب ۹۰ بندىان به ژر خوشي شي

اسلامي حزب وايي:د افغانستان حکومت به له دغه ګوند سره د لاسلىک کړې موافقې پر اساس ۹۰ بندىان خوشي کړي.

د حکمتىار په مشرۍ د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ د سولې په موافقه کې دا شرط ټاکل شوى چې له جګړې څخه د لاس اخىستلو او سولې په بدل کې به د اسلامي حزب ټول بندىان خوشي کېږي.اسلامي حزب په ىوه خبرپاڼه کې وىلي چې حکومت د اسلامي حزب د ۹۰ بندىانو لېست ورسپارلى او ټاکل شوې ده چې دا بندىان ژر د بګرام له محبس څخه خوشي شي.اسلامي حزب په خپله خبرپاڼه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه په دې خاطر مننه کړې چې د دغه ګوند د بندىانو د خلاصون موضوع ىې د ارګ په امنىتي غونډه کې مطرح کړې ده.په خبرپاڼه کې همداراز وىل شوي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدىن حکمتىار د خپلو بندىانو د خلاصون لپاره له هېڅ راز هڅې ډډ‌ه نه کوي.دغه ګوند د ىکشنبې په ورځ په څرخي محبس کې پر خپلو ۴۰۰ بندىانو ژمنۍ جامې ووېشلې.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha