صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | (( د افغانستان، چين او پاكستان)) درى اړخيزه غونډه جوړېږي

(( د افغانستان، چين او پاكستان)) درى اړخيزه غونډه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
(( د افغانستان، چين او پاكستان)) درى اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي دينګ شيجون سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړي استازي جمهور ري غني ته د چين د جمهوررييس نېکې هيلې وړاندې کړې او همدارنګه يې د نوموړي له لوري د شانګهاى همکاريو سازمان راتلونکې غونډه کې جمهور رييس غني ته د ګډون بلنه ورکړه.جمهور رييس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې د ده نېکې هيلې د چين د ولسي جمهوريت جمهور رييس ته ورسوي او همدارنګه يې په مننې سره د شانګهاى همکاريو سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د چين د جمهور رييس بلنه ومنله.دواړو لورو په دغه کتنه کې د سيمې د اتصال، اقتصادي او انکشافي پروژو او د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات د تامين په اړه هم بحث او خبرې وکړې.د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي وويل: هېواد يې په پام کې لري چې د سيمې، سولې، ثبات او اقتصادي همکاريو په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه درى اړخيزه غونډه (چين، افغانستان او پاکستان) جوړه کړي او هيله ده چې افغانستان په هغه کې ګډون وکړي.جمهور رييس غني د چين ولسي جمهوريت له لوري د درى اړخيزه غونډې جوړول د سيمې د ثبات او اقتصادي همکاريو لپاره ګټوره وبلله او زياته يې کړه، افغانستان به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha