صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ولسمشر محمد اشرف غني ازبکستان ته لاړ

ولسمشر محمد اشرف غني ازبکستان ته لاړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر محمد اشرف غني ازبکستان ته لاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون مازديګر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.جمهوررييس غني به په سفر کې د ازبکستان جمهوررييس شوکت ميرضيايف او د دغه هېواد لومړي وزير عبدالله عارف اوف سره ووينې او د واړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا او همکاريو بحث او خبرې وکړي.

 دغه راز به د افغانستان او ازبکستان مشران ګډه اعلاميه هم صادره کړي.د سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې څو هوكړه ليكونه او د همکارۍ اسناد په ځانګړي ډول په امنيتي، مځکني او هوايي ټرانزېټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، انرژۍ او کرنې سکتورونو او د حقوقي مرستو معاهده د دواړو هېوادونو مقامات لاسليک کړي.جمهوررييس محمداشرف غني به د تاشکند او بخارا ښارونو له ځينې تاريخي ځايونوليدنه وکړي او په بخاراپوهنتون کې به ډيپلوماټانو او د دغه پوهنتون محصلينو او استادانو ته وينا هم وکړي.د افغانستان د اسلامي جمهورريت جمهوررييس سره په سفر کې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د جمهوري رياست عالي مقام دفتر لوى رييس عبدالسلام رحيمي، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير فيض الله ذکي، د منځنۍ اسيا هېوادونو په چارو کې د جمهور رييس ځانګړي استازى شاکر کارګر، د جمهوررييس سلاکاران فضل محمود فضلي او شهرزاد اکبر او د جمهوري رياست عالي مقام دفتر عمومي رياست د ستراتيژيکو اړيکو او رسنيو مرستيال محمد هارون چخانسوري ملتيا کوي.د افغانستان جمهوري رياست بېلابېلو هېوادونو ته د ولسمشر ورستي سفرونه له لاسته راوړنو ډک او مهم يادوي.د يادونې ده چې افغانستان له ازبکستان سره مخکې تر دې هم د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې يو شمېر تړونونه لاسليک کړي چې تر ټولو ورستي يې، درى مياشتې وړاندې له نومړي هېواد سره د سل زر ټنو غنمو د انتقال تړون و.د راپورونو له مخې، اوس ‌مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۰ ميليونه ډالرو ته رسېږي چې هڅه کېږي دا رقم يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي.په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په ازبکستان کې د لاسليک کېدونکو تفاهم ليکونو شمېر ۲۱ يادوي او وايي، کوم تفاهم ليکونه چې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې لاسليک کېږي، خورا مهم دي.افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته، ويلي وو چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان سره به سياسي او اقتصادي اړيکې پياوړې کړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha