صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ولسي جرګې ۱۱کانديد وزيرانو ته د باور رأيې ورکړې

ولسي جرګې ۱۱کانديد وزيرانو ته د باور رأيې ورکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسي جرګې ۱۱کانديد وزيرانو ته د باور رأيې ورکړې

ولسي جرګې پرون دوشنبه له يوې کانديد وزيرې پرته نورو ټولو ۱۱ کانديد وزيرانو ته د باور رأيې ورکړې.

د افغانستان د دفاع وزارت ته کانديد طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزارت ته ويس احمد برمک، د کرنې وزارت ته نصيراحمد درانى، د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت لپاره مجيب الرحمن کريمي، د اقتصاد وزارت لپاره مصطفى مستور، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لپاره شهزاد ګل اريوبي او د قومونو او قبايلو چارو وزارت لپاره ګل اغا شيرزى، د کار او ټولنيزو چارو وزارت لپاره فيض الله ذکي، د ټرانسپورت وزارت لپاره حميد طهماسي او د لوړو زده کړو وزارت لپاره نجيب الله خواجه عمري او د فوائد عامې وزارت لپاره يما يارى وتوانېدل چې د ولسي جرګې د باور رأيې ترلاسه کړي.يوازې د کانونو او پتروليم وزارت لپاره کانديده نرګس نهان ونه توانېده چې د ۱۷۳ حاضرو وکيلانو ټاکلې ۲۲۳ د باور رأيې خپلې کړي.حکومت تراوسه د بهرنيو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو لپاره کانديد وزيران ولسي جرګې ته نه دي معرفي کړي.ولسي جرګه له حکومته غواړي چې ډېر ژر د دغو پاتې درى وزارتونو لپاره هم كانديد وزيران وروپېژني.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha