صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د افغانستان اوچک جمهوريت اړيکې د پراختيا په حال کې دي

د افغانستان اوچک جمهوريت اړيکې د پراختيا په حال کې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان اوچک جمهوريت اړيکې د پراختيا په حال کې دي

د ولسمشرۍ دوهم مرستيال قانون پوه سروردانش دچک جمهوريت له نوي سفير پيتراشتيپانک سره پرون په کتنه کې په امنيتي ، مسلکي روزنې او د ظرفيت دلوړولو په برخوکې له افغانانو سره د چک جمهوري دولت او خلکو د همکاريو له امله دقدرداني وكړه ،هغه وويل ،چې له نېكه مرغه د دواړو هېوادونو اړيکې دپراختيا په حال کې دي .

ده وويل دچک  جمهوري دولت او خلکو د افغانستان دبيارغاونې او دټينکاو دتامينولو لپاره دنړيوالې  ټولنې دماموريت په چوکاټ کې رغنده رول لوبولى او داهيله شته چې له دې وروسته هم  دسوداګرى او اقتصاد دبرخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې  ددغه هېواد همکارى  پراختيا ومومي .  قانونپوه دانش دافغانستان او دسيمې دهېوادونو ترمنځ ديولړ موافقه ليکونو په تېره بيا دلاجوردو دلارې دموافقه ليک لاسليک ته په اشارې سره وويل چې ددغو موافقه  ليکونو په عملي کيدوسره به دافغانستان له لارې اروپايي هېوادونو ته دترانزيت او سوداګرى  تګلورى پرانيستل شي .   دجمهور رييس مرستيال دسيمه ييزې همغږۍ او له اروپايي هېوادونوسره دتجارتي او اقتصادي اړيکو دپراختيا په لاره کې داستانبول غونډه له لاس ته راوړنو ډکه وبلله او دافغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ دتجارتي او اقتصادي اړيکو دپراختيا لپاره  په افغانستان کې داروپايي ټولنې داستازي دعلاقمندۍ  هرکلى وکړ .  دجمهور رييس مرستيال په دې باندې په تينګار سره چې بايد دافغانستان او داروپاييټولنې د هېوادونو ترمنځ متقابلې اړيکې په دوو برخو دامنيت اوسياست پورې محدودې  پاتې نه شي وويل  اوس دا وخت  رارسېدلى چې په تجارتي او اقتصادي برخو کې د يوبل تر څنګ ودرېږو .ښاغلي دانش دهېواد دسياسي مسئلو په تېره بيا دانتخاباتو او دسولې دخبرو په باب  هم وويل چې انتخابات  مهمه او برخليک ټاکوونکي مسئله ده  چې لومړنۍ تيارى  يې نيول شوى او د افغانستان نړيوالو همکارانو تل دانتخاباتو او له دغه بهير سره د مرستې  په خاطر خپل ملاتړ اعلام کړى دى . ښاغلي دانش دسولې دهڅو په باب هم وويل چې سوله دافغانستان دحکومت داساسي لومړيتوبونو يوه برخه ده او دحکومت دمشرتابه  هيئت دسولې دتامينولو او ددولت له وسله والو مخالفانو سره دخبرو لپاره دهرې نړيوالې  طرحې وړانديز او ميکانيزم هرکلى کوي .  په دې کتنه کې په کابل کې دچګ جمهوريت نوي سفير پيتراشتيپانک دافغانستان او چک  جمهوريت ترمنځ دمتقابلو اړيکو په پراختيا باندې  دتينکار په ترڅ کې له افغانستان سره  داقتصادي او تجارتي اړيکو دپراختيا په باب دخپل هېواد دتياري خبر هم ورکړ او ويې ويل چې په امنيتي  اوسياسي  برخو کې دافغانستان له دولت اوخلکو سره دچک  جمهوريت ددولت همکارى به دپخوا په شان دوام ومومي .  ده وويل چې دچک  جمهوريت به دافغانستان له دولت سره د پارلماني او دجمهوري رياست لپره په ټاكنو كې مرسته کوي او دايمي سولې او ټيکاو  ته درسېدولپاره د حکومت  دهڅو ملاتړ کوي .   په کابل کې دچک جمهوريت سفير په بېلابېلو  برخو په تېره بيا دسيمې له هېوادونوسره داړيکو دپراختيا په برخه کې د ملي وحدت دحکومت دبرياليتوبونو له امله خوښي  څرګنده کړه او داکار يې په سيمه او دغه راز اروپا کې داقتصادي او تجارتي راکړې ورکړې دپراختيا په لاره کې يو مناسب فرصت وباله .             باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha