صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د رضاکارۍ کلتور ته بايد نوره وده هم ورکړل شي

د رضاکارۍ کلتور ته بايد نوره وده هم ورکړل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د رضاکارۍ کلتور ته بايد نوره وده هم ورکړل شي

هر ځوان بايد رضاکار وي، دا خبره د ځوانانو چارو معيين ډاکتر کمال سادات د رضاکارو ځوانانو سره په هغه ليدنه کې وکړه، چې د رضاکارو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.

پرون پنځم د سپتمبر د رضاکارو نړيواله ورځ وه او په دې ورځ په ټوله نړۍ کې خلک او  په ځانګړي ډول ځوانان سره راټولېږي او په رضاکارانه ډول د هېواد او هېوادوالو خدمت کوي.د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې هم د ځوانانو د معيينيت له خوا په د شعار سره ونمانځل شوه، چې : ( رضاکاران د هرې ستونزې پرمهال په لومړي قدم کې د خلکو په خدمت کې دي.)درضاکارو نړيوالې ورځې په مناسب ډاکتر کمال سادات و ويل: د رضاکاري کلتور ته بايد نوره وده هم ورکړل شي، خلک او په ځانګړي ډول ځوانان بايد د هېواد په بېلا بېلو سيمو او مسلکونو کې د رضاکارو ټولنې ولري بايد د خلکو لا زيات خدمت ته راودانګي. په دې وروستيو کې د ځوانانو معيينيت له لوري په هرولايت کې د رضکارو ځوانانو فدراسيون جوړ شوى، هغه ځوانان چې غواړي د رضاکارو ځوانانو په فدراسيون کې شامل شي، د ځوانانو چارو معيينيت او د ځوانانو چارو آمريت يا مديريت سره دې په تماس کې شي.بايد يادونه وشي، چې د افغانستان جمهور ريس جلالتماب محمد اشرف غني هم د رضاکاري په فرهنګ  ټنګار کړي او يې څوڅو ځلې په رضاکارانه حشرونو کې برخه هم اخيستي ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha