صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د چاريكار ، ګردېز او خوست ښارواليو ستونزې او لاسته راوړنې

د چاريكار ، ګردېز او خوست ښارواليو ستونزې او لاسته راوړنې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د چاريكار ، ګردېز او خوست ښارواليو ستونزې او لاسته راوړنې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې پرون له غرمې مخکې د چاريکار او ګردېز ښارونو په انکشافي طرحو او د خوست ولايت په ماسټر پلان بحث وکړ.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پيل کې د چاريکارو ښاروال خواجه روح الله صديقي د چاريکارو ښاروالۍ انکشافي طرحه چې لاسته راوړنې، ننګونې او وړانديزونه په کې شامل وو، وړاندې کړه. نوموړي شکايتونو او وړاندېزونو ته د رسېدنې او د خدماتو مرکز جوړولو، د ښاروالۍ ځوانول، د مځکو د غصب مخنيوى، د ملکيتونو د ثبتولو  پيلول او د واټونو نومول، حساب ورکول، د عوايدو په راټولولو کې روڼتيا، د ولايتونو تر منځ د شين کمربند د پلانونو طرح او تطبيق او د انکشافي ، اقتصادي او زېربنايي خدماتو وړاندې کول د چاريکارو ښاروالۍ لاسته راوړنې  وبللې. د چاريکارو ښاروال دغه راز د فاضلاب او کاناليزاسيون سيستم نشتوالى، امنيتي ستونزې، د ښې حکومتولۍ پلانونو په تطبيق کې کمرنګه ګډون، د مځکې غصب، د کافي بودجې نشتوالى او د شهيدانو او  معلولينو وارثانو ته د وېش لپاره د مځکې نشتوالى ننګونې يادې کړې. نوموړي د چاريکارو ښار د دوهم سړک، د فرهنګي، علمي  او څېړنيزې مجتمع او ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو او د مځکو له ادارې څخه چاريکارو ښاروالۍ ته د انکشافي ساحې د تفصيليپلان په خاطر د مځکې د لېږد وړاندېزونه مطرح کړل. د ښارجوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري د چاريکارو ښاروالۍ د لاسته راوړنو د ستايلو ترڅنګ وړاندېز وکړ چې په ټولو ولايتونو کې دې شوراګانې جوړې شي، چې د ښاري مسايلو په اړه له ښارواليو سره همکاري وکړي او خلکو ته هم ډېر پوهاوى ورکړل شي. دغه راز د جمهوررييس سلاکار نجيب الله مجددي، د کابل سرپرست ښاروال او د کليو او پراختيا وزارت سرپرست د وړاندې شوې موضوع په اړه خپل لېدلوري شريک کړل. د هېواد جمهوررييس په پرمختيايي برخه کې د چاريکارو ښاروالۍ مسوولينو د هڅو مننه وکړه وې ويل، د مځکې د غصب د مخنيوي په برخه کې بايد زياتې هڅې وشي. هغه په زېربنايي برخه کې د دخيلو ادارو ترمنځ د کار په همغږۍ او موثريت ټينګار وکړ. جمهوررييس غني وويل، په چاريکارو کې بنيادي مسئله اوبه دي او بايد د اوبو منځني او کوچني بندونه په جدي ډول مواظبت او مديريت شي. هغه په چاريکارو کې د ښځو مارکيټ د پياوړتيا له لارې په زياتې کارموندنې : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha