صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | په كندوز کې د سره صليب د دفتر بندېدل ستره ضايعه ده

په كندوز کې د سره صليب د دفتر بندېدل ستره ضايعه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په كندوز کې د سره صليب د دفتر بندېدل ستره ضايعه ده

د كندوز ګڼ شمېر خلک په دغه ولايت کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د دفتر بندېدل ستره ضايعه بولي او پر حکومت غږ کوي چې د دغې مؤسسې د کارکوونکو او د دفترونو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي،

چې نومړې کمېټه خپل دفتر بېرته په كندوز کې خلاص کړي او د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.په كندوز کې د مدني ټولنې فعال رفيع‌الله هدايت وايي چې د سره صليب نړيواله کمېټه په افغانستان کې يو بې‌بديله سازمان دى او نور دغه مؤسسه خپل فعاليتونه پرمخ نه‌شي وړلى.

ښاغلي هدايت زياته کړه: (( په اوسنيو شرايطو کې د دوى د فعاليتونو بندېدل په كندوز ولايت کې، د خلکو لپاره يوه ډېر ستره ضايعه ده او زه په دې نظر يم چې دولت يې بايد د دفتر امنيت ونيسي، چې د سره صليب نړيواله کمېټه ټولنې ته خپل خدمتونه وړاندې کړي.)) په ورته وخت کې د دغه ولايت يو تن اوسېدونکى سيد جمالالدين فروتن بيا وايي چې سره صليب په كندوز کې له جنګ ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کولې، همدارنګه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د خلکو لپاره‌يې، د څښاک د پاکو اوبو څاګانې کېندلې، نو د نوموړي دفتر بندېدل د خلکو پر ژوند منفي تأثير کوي. په همداسې حال کې ۳۰ کلنه څانګه چې له دوو کلونو راهيسې

د جګړو له کبله د كندوز له چهاردرې ولسوالۍ څخه بېځايه شوې او اوس‌مهال د دغه ولايت په ښار کې ژوند کوي، د سره صليب د دفتر بندېدو خواشينۍ کړې : (( د سره صليب دفتر ډېر ښه و، له موږ سره به‌يې ډېرې مرستې کولې او له موږ سره به‌يې غوړي، اوړه، چاى، بوره او د نورو توکو مرسته کوله او که دغه دفتر په كندوز کې بند شي، نو موږ به له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو.))  د كندوز د اوسېدونکو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره ک : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha