صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د يوه افغان له لوري د يوه سويډني د ژغورنې پراخ انعکاس

د يوه افغان له لوري د يوه سويډني د ژغورنې پراخ انعکاس

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د يوه افغان له لوري د يوه سويډني د ژغورنې پراخ انعکاس

په سويډن کې يوه افغان يو سويډنی هغه مهال له مرګه وژغوره چې رېلګاډی پرې راروان و.

 د سويډني رسنيو د اپور له مخې، د جمعې په ورځ /اګست ۱۱/ ماسپښين مهال يو سړی د (Nässjö) د اورګاډي پر پټلۍ بې سده پروت و، ښايي ۳۰ يا ۴۰ ثانيې به پاتې وې، چې رېلګاډي پرې راشي او لاندې يې کړي چې يوه افغان زلمکي ورمنډه کړه او ټېل يې واهه. شاهدان او د رېلګاډي سپرلۍ وايي چې دا پېښه په ناسيو (Nässjö) تمځي کې وشوه. ۱۷ کلن افغان عبدالقدوس مقدس ستانکزی وايي«زه له پټلۍ واوښتم چې هلته لوېدلي سړي ته ځان ورسوم. فکر کوم که ما ژر اقدام نه وای کړی، ممکن اورګاډي دواړه وژلي وای.»

قدوس د دوو نورو کسانو په مرسته دغه سړی، چې سترګې يې رڼې وې، پورته کړ.» قدوس تاند ته وويل چې د سويډن رسنيو او خلکو د ده دا کار ستايلی دی او دی په دې وياړي چې په دې وسيله يې په دغه سکانډنياوي هېواد کې د افغانانو د شهرت له ښه کېدو سره څه نا څه مرسته کړې ده.

ده په دې اړه تاند ته وويل «د سويډن مطبوعاتو ځکه دا کار ډېر وستايه چې په عيني وخت کې دواړه طرفونه ټرينونه را روان وو او هېچا د مرستې هڅه ونه کړه. حال دا چې په تمځای کي ډېر خلک ولاړ وو. چا چې وليدم وروسته يې زما زياته ستاينه او مننه وکړه.»

يوه شاهد سټېفن تونيل وويل«که قدوس ژر ورټوپ کړي نه وای، رېلګاډي به پر دغه سړي تېر شوی وای. خو قدوس ژر لاړ او له دې سره سره چې ده
يو انسان له مرګه وژغوره، څوک پوی نه شو چې هغه څوک و.» قدوس وروسته وويل«زه تل له خلکو سره مرسته کوم. مهمه نه ده چې له چا سره مرسته کوم، د کوم ځای دي.»

قدوس ستانکری يو کال او ۸ مياشتې پخوا سويدن ته پناه وړې ده.

قدوس ستانکزي له تاند سره هم همکاري کړې او ځينې ليکنې يې په تاند ويبپاڼه کې خپرې شوې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha