صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | په فارياب کې ۱۳ملکيان وژل شوي

په فارياب کې ۱۳ملکيان وژل شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په فارياب کې ۱۳ملکيان وژل شوي

په فارياب ولايت کې سيمه‌ييز چارواکي چې د دغه ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې پر يو کور د افغان پوځ د هاوان مرمۍ د لګېدلو په نتيجه کې، ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د فارياب د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبيک امريکا غږ ته وويل، دا پېښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې په دولت‌آباد ولسوالۍ کې د پوځ ځواکونو پر يو کور د طالبانو د پوستې ګومان کړی و او د هاوان بريد يې ورباندې وکړ. د فارياب د ولايتي شورا د مرستيال پر وينا، د پېښې ټول قُربانيان ملکي وګړي دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وويل (( د هاوان دا مرمۍ پرون مازدېګر مهال په دولت آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو له خوا ويشتل کېږي، ديارلس کسه په شهادت رسېږي او څلور ټپيان کېږي، د ټپيانو وضعيت ښه دی.))

د ښاغلي ايلبيک پر وينا، د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ ۹ کلي د وسله‌والو طالبانو له خوا نيول شوي وو، چې اوس په کې د افغان پوځ ځواکونو موقت بيز جوړ کړی، خو د شپې له خوا وسله‌وال طالبان د دغو کليو پر ځينو سيمو بريدونه کوي. د فارياب امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور امريکا غږ ته وويل، لا تر اوسه روښانه نه شوې نه ده، چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له خوا ويشتل شوې ده. هغه وويل (( د يوې پوستې د جوړولو پر مهال د طالبانو ډلې زموږ او د ملي اردو پر ځواکونو د هاوان مرمۍ وويشتله، دښمن خپل تحرکات پيل کړل او د دولتي او قطعاتو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوه، په دې نښته کې کوم ماين چاودنه کړې، په يو کور کې زموږ يو شمېر هېوادوال وژل شوي او ټپيان شوي دي.))

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha