صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ملګري ملتونه په سياسي فضا کې د حکمتيار هلې ځلې ستايي

ملګري ملتونه په سياسي فضا کې د حکمتيار هلې ځلې ستايي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملګري ملتونه په سياسي فضا کې د حکمتيار هلې ځلې ستايي

په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو پرون د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ګلبدين حکمتيار سره وکتل.

 په کابل کې د يوناما يا د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوى دفتر له خبرپاڼې سره سم، د سرمنشي ځانګړي استازي د اسلامي حزب له مشر سره د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د هلوځلو د ملاتړ په لړ کې وکتل. ښاغلي ياماموتو د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د تطبيق هرکلى وکړ ويې ويل چې د دې موافقې يو کليدي ګام د ښاغلي حکمتيار بېرته راتګ و. د ملګروملتو د مرستندوى دفتر په وينا ياماموتو وويل: دوى د افغانستان له اساسي قانون سره سم او د موجودو نورمونو له مخې په سياسي فضا کې د حکمتيار د اسلامي حزب هلې ځلې ستايي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د خبرو له لارې د سولې حصول ته د حکمتيار ژمنتيا او له نورو ښکېلو خواوو د ده دا غوښتنه چې له سوله ييزې لارې د خپلو هدفونو لټه وکړي، د ستاينې وړ ده.» وړمه ورځ ( دوشنبې ) په کابل کې د چين سفير هم د حکمتيار هستوګنځي ته ورغى او له ده سره يې د خبرو په مهال وويل چې په چين کې حکمتيار ته د اتل په سترګه کتل کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha