صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ستراتېژۍ مصوبه نظر غوښتنې ته وړاندې شوه

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ستراتېژۍ مصوبه نظر غوښتنې ته وړاندې شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ستراتېژۍ  مصوبه  نظر غوښتنې ته وړاندې شوه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنځه کلنې ستراتېژۍ دمسودې په باب پرون په دغه وزارت کې غور او څيړنه وشوه .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنځه کلنې  ستراتېژۍ  دبډاينې په خاطر دپوهنتونونو استادان ، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت رييسان راغونډ شوي دي چې ددغې مسودې په باب غور او څېړنې وکړي . پوهاند باوري په دې ستراتېژۍ  کې  دوه شيان مهم وبلل ،لومړى  داچې ددغې ستراتېژۍ روح او روان بايد د وطن دوستۍ  په روحيه وي اوبله داچې ستراتېژي  بايد په داسې ډول تدوين شي چې ښه عملي اړخ ولري . وروسته برخه والو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتقنين  اوپاليسۍ دچارو سلاکار دلاور نذير زوى په مشرۍ  ددغه وزارت دپنځه کلنې  ستراتېژۍ  دمسودې په باب  غور اوڅېړنې وکړې . نذير زوى وويل چې دغه ستراتېژي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دامکاناتو او ظرفيتونو په پام کې نيولو سره جوړه شوې ده او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغې ستراتيژۍ  دعملي کيدو په باب  زياته پاملرنه کړې ده . وروسته دالبيروني پوهنتون استاد ډاکتر فريد احمد منيب دموضوع په باب خبرې وکړې اوبيا  برخه والو ازادې خبرې  وکړې  او په دې برخه کې يې خپلې نظريې  شريکې کړې . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پنځه کلنه  ستراتېژي  ددغه وزارت دچارو دلاښه اجراکولو په موخه برابره شوې ده او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په راتلونکو پنځو کلونوکې ددغې ستراتيژۍ  په تطبيقولو مکلف دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha