صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | پوهاندن محمدر سول باوري : په کوم ځاى کې چې کتاب نه وي هلته ژوند او رڼا نشته

پوهاندن محمدر سول باوري : په کوم ځاى کې چې کتاب نه وي هلته ژوند او رڼا نشته

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاندن محمدر سول باوري :  په کوم ځاى کې چې کتاب نه وي هلته ژوند او رڼا نشته

دکتاب اومطالعې داوونۍ په مناسبت دکتاب شپږم نندارتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا او دکابل پوهنتون ، ګوېټه انستيتوت ، دماشومانو دملاتړ دبنسټ او دخصوصي خپرونکو په همکارۍ جوړ شو .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې نندارتون کې ده دخصوصي خپرونکو په همکارۍ  دوه زره عنوانه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي .  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دکابل پوهنتون په کتابتون  کې جوړه شوې وه لومړى دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني پيغام ولوستل شو .  په پيغام کې ويل شوي له دې امله چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له څو کلونو راپدې خوا کال په کال  دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ دکتاب اومطالعې په نامه نمانځي او دغه راز هڅه  او هاند کوي چې دکتاب لوستلو فرهنګ ترويج کړي او په هېوادکې دکتاب چاپولو بهير وهڅوي  ، دستاينې وړ  دى .  ورپسې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او ويې ويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه موخه دکتابونو چاپول   اومطالعې  ته دخلکو دپاملرنې  جلبول دي .  ده زياته کړه: په همدې دليل کال په کال دثور دمياشتې وروستۍ  اوونۍ دکتاب او کتاب لوستلو داوونۍ په توګه نمانځي . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دغه راز وويل چې دغه وزارت  دکتاب خپرونکو ملاتړ کوي او دکتاب په چاپولو کې له  محدودو امکاناتوسره سره دکتاب دخپروونکو په خدمت کې دي او له هغو خصوصي پانګې اچوونکو څخه چې دکتاب دچاپولو په برخه کې کار کوي ملاتړ وکړ او ويې ويل چې په دې برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت همکارۍ ته چمتو دى .   په پاى کې  يوه تن خپروونکي داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه دمننې په څرګندونوسره خپلې ستونزې طرحه کړې .   دکتابونو قاچاق ، دکتاب پلورنې دبازار جوړول او دچاپخونو دجوړولو لپاره مځکې ويش هغه ستونزې دي چې کتاب خپرونکي ورسره مخامخ دى. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha