صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | افغان پيلوټه (( ښايسته واعظ )) پر ګرده نړۍ الوتنه كوي

افغان پيلوټه (( ښايسته واعظ )) پر ګرده نړۍ الوتنه كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان پيلوټه (( ښايسته واعظ )) پر ګرده نړۍ الوتنه كوي

يوه ځوانه افغان پيلوټه غواړي په يوازې توګه د ګردې نړۍ پر سر الوتنه وكړي. دا به د آغلې ښايستې واعظ تر ټولو اوږد، خو تاريخي سفر وي او نوى ريكارډ به ټينګ كړي. ۲۹ کلنه افغان پيلوټه به په تاريخ کې لومړۍ ځوانه ښځه وي چې په خپله الوتکه کې به له ټولې نړۍ راتاوېږي. واعظ غواړي د نړۍ د چارچاپېره سفر لپاره په ۱۸ هېوادونو وګرځي.

د ښايستې سفر له فلوريډا پيل شوى په هسپانيې، مصر، هند، سنګاپور او اسټراليا تاوېږي او بېرته به د اګېسټ په مياشت کې فلوريډا ته ستنه شي. د دې د الوتكې د راتلو او په كابل كې د كېناستلو لپاره د موقع د نه شتون له امله به هغه په دوبۍ كې خپله الوتكه ودروي او كابل ته به د دوو ورځو لپاره راستنه او د خپلې زړورتيا او دا چې ښځې هم داسې اتلولۍ كولى شي ،افغان نجونو او ښځو ته خپل د خوښۍ پيغام ورسوي. د هغې تر ټولو اوږد سفر په يوه ورځ كې دوولس ساعته دى ،چې له كاناډا به د دوشنبې په ورځ د اتلانتيک سمندر په سر اروپا ته الوتنه وكړي ، هغې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي: پر نړۍ ګرد چارپېره سفر چې ټول ټال ۲۵۸۰۰ کېلو متره دى د نړيوالې ملکي هوايي چلند ادارې له خوا تمويلېږي. ښايسته واعظ په امريکا کې لويه شوې ،خو وايي: دغه هېواد ته تر رارسېدو او زياتو سختيو تېرولو وروسته‌يې د نورو لپاره په زړه کې هيلې ټوکېدلې او د دې په خبره نور هم کولاى شي په زيار سره ځانونه يوځاى ته ورسوي. د افغانانو لپاره د وياړ مسئله دا ده ،چې هغې خپل دغه سفر د ( افغانې ) په نامه او د افغانانو لپاره پيل كړى دى.

نوموړې زياتوي: (( په اصل کې له افغانستانه راتلل او په دې هم پوهېدل چې د نورو خلکو هڅول او هغوى هيله‌مند ساتل ستونزمن کار وي. په خاصه توګه که غواړي يوه ښه راتلونکې هم ولري. ما يوازې ونه‌غوښتل چې په دې اړه فکر وکړم ومې‌غوښتل چې واقعاً په عمل کې په دې اړه يو کار وکړم.)) واعظ چې يو وخت له پيلوټۍ وېرېده اوس په «Beech Bonanza A36» ملکي الوتکه کې الوتنې كوي او هغه په امريكا كې د ملكي هوايي چلن په پوهنتون كې استاده ده. د واعظ کورنۍ په افغانستان کې د شوروي يرغل له پاى ته رسېدو سره سم د کډوالۍ له يوه کمپه په ۱۹۸۷ ميلادي کال کې امريکا ته کډه شوې وه. ښايسته واعظ به د نړۍ د چارچاپېره سفر د بشپړولو لپاره ۳۰ ځايه تم کېږي په هر تمځاى كې به د دې لپاره د ښوونځيو له ماشومانو او بېلابېلو خلکو سره د ليدنې زمينه برابرېږي او هغوى ته به ويناوې هم وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha