صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د ناامنيو په زياتېدو اندېښنې زياتې شوې

د ناامنيو په زياتېدو اندېښنې زياتې شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د مشرانو جرګې يو شمېرغړي په هېواد کې د ناامنيو په زياتيدو اندېښنه څرګندوي. ځينو سناتورانو پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې، په وروستيوکې د افغانستان په مرکزاو ولايتونو کې نا امنۍ زياتې شوي دي.

 د مشرانو جرګې يو شمېرغړي په هېواد کې د ناامنيو په زياتيدو اندېښنه څرګندوي. ځينو سناتورانو پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې، په وروستيوکې د افغانستان په مرکزاو ولايتونو کې نا امنۍ زياتې شوي دي. خو د کورنيو چارو وزارت بيا وايې، په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد له مخکې نه د نا امنيو د مخنيوي په هدف هڅې وشي. د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د ښه کيدو په خاطرد امنيتي ارګانونو د لاجدي اقداماتو غوښتنه کوي. دغو سناتورانو د مشرانو جرګې پرون په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د انتحاري حملو او چسپکي ماينونو د چاودنو د زياتيدو له امله انديښنه څرګنده کړه. سناتورداود حساس د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې هره ورځ لسګونه حملې کيږي خو څوک ورته پام نه کوي: د افغانستان امنيت دې اندازې ته رسيدلي چې تاسو يې وينئ. هره ورځ په لسګونه انسانان په شهادت رسيږي. په ولايتونو کې هره ورځ لسګونه انتحاري حملې کيږي.هغو ته څوک غوږ نيسي.″ د مشرانو جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري بيا له امنيتي ځواکونو و غوښتل چې په هېواد کې امنيتي تدابيرلا زيات کړي: په کوټې سنګي کې يوه درنده چاودنه وشوه. دې چاودنې يو شمېرکسان زيانمن کړل، ځيني يې هم ټپيان او شهيدان کړل. هم په مرکز او هم ولايتونو کې نا امنۍ زياتي شوي. په لومړي ګام کې بايد امنيتي تدابير زيات کړي او ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.″ دغه سناتوران همدارنګه وايې چې، استخباراتي او کشفي ارګانونه بايد دومره قوي شي چې د يوې پيښې تر رامنځ ته کيدو مخکې يې مخنيوي وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل ښارپه پنځمه ناحيه کې د يوه ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان شوه. له دې يوه ورځ وړاندې د کابل د قابل باى په سيمه کې هم په يوې انتحاري حملې کې يو کس ووژل شو او د دريو امريکايانو په ګډون يو شمېرکسان ټپيان شول. په همدې ورځ د کابل په قره باغ کې يوې چاودنې نږدې شل کسان ټپيان کړل. اخوا د کورنيو چارو وزارت سرپرست وايې، په کشفي او استخباراتي ارګانونو کې د ضعف په خاطر امنيتي ځواکونه نشي کولاي له مخکې نه د يوې پيښې مخنيوي وکړي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha