صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | داودزى: د پوليسو مرګ ژوبله لوړه شوې

داودزى: د پوليسو مرګ ژوبله لوړه شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
داودزى: د پوليسو مرګ ژوبله لوړه شوې

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سرپرست وايي، چې په تېرو درېـيو مياشتو کې د پوليسو مرګ ژوبله زياته شوې ده. د کورنيو چارو وزارت چارواکو د ولايتونو له امنيې قومندانانو وغوښتل؛ چې د پوليسو په ليکو کې د ستونزو او کمزوريو حل ته کار وکړي؛ چې د پوليسو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سرپرست وايي، چې په تېرو درېـيو مياشتو کې د پوليسو مرګ ژوبله زياته شوې ده. د کورنيو چارو وزارت چارواکو د ولايتونو له امنيې قومندانانو وغوښتل؛ چې د پوليسو په ليکو کې د ستونزو او کمزوريو حل ته کار وکړي؛ چې د پوليسو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي. د دغه وزارت سرپرست عمر داود زى وايي؛ د ځينو قومندانانو کمزورى مديريت،  په کشفي ارګانونو کې نه همغږي؛ د امنيتي ځواکونو غير حاضري او استخباراتي اطلاعاتو ته نه پاملرنه هغه ستونزې دي؛ چې بايد هوارې شي. ښاغلي داودزي پرون په کابل کې د امنيې قومندانانو د يوه درې ورځني سيمينار په پيل کې وويل؛ چې دغه ستونزې د دې لامل شوې؛ چې د پوليسو مرګ ژوبله زياته شي. (( په تاسف سره، چې په تېرو دوه درېـيو مياشتو کې زموږ د پوليسو مرګ ژوبله زياته شوه؛ دا ښه کار نه دى، که چيرې په کارونو کې جديت واى؛ دا تلفات نه زياتېدل، ځينې وخت قومندان په عسکر خپل کورونه ساتي؛ يوځاى کې چې لس عسکر بايد وي؛ پنځه يې غير حاضر وي، هغه پنځه خو نو تلفات ويني، ځکه د هغوى ليکې کمزورې دي.)) ښاغلي داود زي د ځينو ستونزو د منلو ترڅنګ وويل؛ چې پوليس د مخالفينو پر وړاندې جګړه کې له بشپړو تجهيزاتو برخمن نه دي. د ولايتونو د امنيې قومندانانو په درې ورځني پيل شوي؛ سيمينار کې هم تر ډېره په دې خبرې کېږي، چې څنګه د پوليسو په ليکو کې اصلاحات رامنځ ته او همغږي زياته کړي. په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمپل هم د پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو او شفافيت په رامنځ ته کېدو ټينګار وکړ. جنرال کمپل له پوليسو سره د نړيوالې ټولنې د مشروط ملاتړ ډاډ ورکړ. (( زه ستاسو سره د هوايي ځواک او دغه راز د استخباراتو د پياوړتيا په برخه کې هڅو ته دوام ورکوم؛ خو زه دا يوازې هغه وخت کولاى شم؛ چې تاسو په ټولو برخو کې شفافيت او حساب ورکول رامنځ ته کړئ؛ که چيرې ستاسې په کارونو کې صداقت نه وي او نړيوالې ټولنې ته هم دا ستونزې څرګندې شي؛ زه به دې ته مجبور شم، چې پر تاسې مرستې بندې کړم.)) افغان او نړيوال امنيتي مسوولين په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د اصلاحاتو په راوستو ټينګار کوي؛ چې دوه نيمې مياشتې وروسته په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېږي. څېړونکي وايي، که سر له اوسه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د موجوده ستونزو هواري ته پام ونه شي؛ په راتلونکې کې به دا ستونزمنه وي؛ چې د غه ځواکونه د بهرنيو له مرستې پرته د هېواد امنيتي چارې کنټرول کړي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha