صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | د ولسمشر دواړو مرستيالانو له هېوادوالو سره د عدالت ،امنيت او پرمختګ ژمنې وكړې

د ولسمشر دواړو مرستيالانو له هېوادوالو سره د عدالت ،امنيت او پرمختګ ژمنې وكړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پرون د کندز ، جوزجان، سرپل ، فارياب ، بادغيس ، هرات او د هلمند د ولايتونو د ترکمن او ازبک قومونو له ګڼ شمېر عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو سره د صدارت د کنفرانسونو په سالون کې په كتنه كې وويل ،چې د افغانستان د تاسو پتمنو خلکو سرښندنه او ځان تېرېدنه د دې سبب شوه چې انتخاب زموږ د خلکو په ملي جشن بدل شي.

دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پرون د کندز ، جوزجان، سرپل ، فارياب ، بادغيس ، هرات او د هلمند د ولايتونو د ترکمن او ازبک قومونو له ګڼ شمېر عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو سره د صدارت د کنفرانسونو په سالون کې په كتنه كې وويل ،چې د افغانستان د تاسو پتمنو خلکو سرښندنه او ځان تېرېدنه د دې سبب شوه چې انتخاب زموږ د خلکو په ملي جشن بدل شي. د جمهوري رياست مرستيال زياته کړه چې موږ د انتخاباتي مبارزو په دوران کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې له برياليتوب وروسته د ارګ، خلکو او جوماتونو ترمنځ واټن له منځه وړو. دغه راز خلکو ته مو ډاډ ورکړى و چې تاسوته امنيت په سوغات راوړو چې بچيان مو په ښوونځيو ، مدرسو او پوهنتونونوکې زده کړه وکړي او د ځان او د خپل هېواد د نن او سبا لپاره کار وکړي. موږ په خپلو ژمنو ولاړ يو او هغه به عملي کړو. د جمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه  چې اوسني حکومت د افغانستان د خلکو د ټولو شهيدانو د وينې محصول دى او موږ د خپل ګران هېواد د شهيدانو د وينې د ساتنې لپاره مکلف يو او قدر يې کوو.

د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې اداري فساد زموږ خلک ناهيلې کړي دي او موږ دغه مصيبت له منځه وړو او د کابل بانک د لوټولو د دوسيې څېړنه هم بېلګه يې ده چې تاسې خلک په خپل دولت باور ولرئ. د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې د افغانستان ښځو د هېواد په انتخاباتوکې ستره ونډه لرله او د ملي وحدت حکومت به دغې مسئلې ته پاملرنه وکړي او په نوى حکومت کې به هم د ښحو رول انډوليز وي. د جمهوري رياست لومړي مرستيال د افغانستان امنيتي ځواکونه د هيواد رښتيني بچيان وبلل او يادونه يې وکړه چې دغو ځواکونو نور د دې ځواکمني پيدا کړې ده چې خپل تدافعي حالت بدل کړي او د لوى خداى (ج) په توفيق د خپل هيواد په دښمنانو بريد وکړي او بريالي شي. د جمهوري رياست لومړي مرستيال ، ځوانان زموږ د هيواد رغنده ځواکونه وبلل او هغوى ته په خطاب کې وويل چې موږ به تاسوته د زده کړې او تحصيل ښې زمينې برابرې کړو. په دغو کتنوکې څو تنو برخه والو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د جمهور رييس د لومړي مرستيال په توګه د عبدالرشيد دوستم د ټاکل کيدو له امله يې ده ته مبارکي وويله.  دوى په خپلو خبروکې يوځل بيا د افغانستان د خلکو يو والى او پيوستون دخپل حکومت د زياتو برياليتوبونو سبب وباله او له دولت څخه يې وغوښتل چې د دوى د ولايتونو په ځينو سيموکې اوسنى بد امنۍ پاى ته ورسول شي. ديوبل خبرله مخې: دجمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم پرون مازيګر د عامې روغتيا وزارت له سرپرستې ډاکترې ثريا دليل او د دغه وزارت د مرکزي ادارو له رييسانو او د افغانستان د اسماعيليانو له مشر سيد منصور نادري سره د خپل کار په دفترکې وکتل.

په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دملي وحدت حکومت دهېواد د بچيانو د سرښندنې او اتلوالي ثمره وبلله او زياته يې کړه چې په هيوادکې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره انشاالله په ټولو برخو کې به حالت ښه شي. په دې کتنه کې ډاکترې ثريا دليل او سيد منصور نادري د چارو په پرمخبيولوکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال د برياليتوب هيله وکړه . د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز نن مازيګر د مجنون شاه صاحب جومات چې د صدارت ماڼۍ ته څېرمه دى؛ وکوت او د هغه د ګډوډ حالت له امله يې خواشيني څرګنده کړه او د مقام د دفتر رييس ته يې دنده وسپارله چې ډير ژر د دغه جومات حالت وڅيړي او د هغه د مرمت کولو او رنګولو په برخه کې يې اړوندو څانګوته لارښوونې وکړي.د يو بل خبر له مخې  جګپوړو دولتي مقاماتو ، سياسي شخصيتونو ، د قومونو مخورو، فرهنګيانو او د خلکو بېلابېلو قشرونو د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره په كتنه كې له فساد سره د مبارزې ، ښې حکومتوالۍ او د اصلاحاتو په لاره کې د ملي وحدت د حکومت د وروستى اقدام هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دغه حکومت وکولاى شي د امنيت د تامينولو، اقتصادي پراختيا، کارموندلو، د دولتي ادارو په جوړښت کې د خلکو د عادلانه مشارکت، انډوليزې پرمختيا او د نورو اساسي لومړيتوبونو په برخوکې د رغنده او مثبت بدلون پيلوونکي شي. د کتنې برخه والو د خلکو په وړاندې د نوي حکومت په ځواب ورکوونکي باندې د ټينګار په ترڅ کې د کرنې پراختيا ته پاملرنه او په دې برخه کې د زياتو آسانتياوو برابرول، د روغتيايي خدمتونو پراختيا او په بېلابېلو سيموکې په روغتيايي خدمتونو د خلکو لاسبرۍ، د هيواد په مرکز او ولايتونوکې د دولتي ادارو په جوړښت کې د خلکو د عادلانه مشارکت په تامينولو ، د مواصلاتي لاړو د جوړولو په ګډون د ملي پروژو په بشپړولو او په ټوليزه توګه په بېلابېلو برخوکې د خلکو د غوښتنو او مطالباتو په تحقق باندې ټينګار وکړ. وروسته د جمهور رييس مرستيال قانونپوه سرور دانش د کتنې له برخه والو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې افغانستان د نوى فصل په پيل کې دى او دا هيله شته چې د ملي وحدت حکومت وکولاى شي د تيرې يوې لسيزې د برياليتوبونو او ارزښتونو په ساتنې سره په بېلابېلو برخوکې مثبت او رغنده بدلونونه رامنځته کړي او له هغو ظرفيتونو څخه په استفادې سره چې په تيرو څه د پاسه ديارلسوکلونوکې ترلاسه شوي دي؛ په بيلابېلو برخو کې اوسنې نيمګرتياوې او نواقص ټيټې کچې ته ورسوي. د جمهور رييس دوهم مرستيال هغوى ته د ښو خدمتونود وړاندې كولو ،
د امنيت تامينولو، اقتصادي پرمختيا، له فساد سره مبارزه، ښه حکومتوالۍ ، اصلاحات او د عدالت تامينولو ژمنې وركړې ،چې د ملي وحدت د حکومت اساسي لومړيتوبونه دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha