صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | ملي وحدت حکومت دې له شته ظرفيتونو سالمه ګټه پورته کړي

ملي وحدت حکومت دې له شته ظرفيتونو سالمه ګټه پورته کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي وحدت حکومت دې له شته ظرفيتونو سالمه ګټه پورته کړي

په افغانستان کې د کورنيو چارو د پخواني وزيرعلي احمد جلالي په مشرۍ د فکراوعمل جرګې د ملي وحدت د حکومت له رامنځ ته کېدو نه ملاتړ څرګند کړ او د افغان ولسمشر وروستي هڅې وستايلې.

 په افغانستان کې د کورنيو چارو د پخواني وزيرعلي احمد جلالي په مشرۍ د فکراوعمل جرګې د ملي وحدت د حکومت له رامنځ ته کېدو نه ملاتړ څرګند کړ او د افغان ولسمشر وروستي هڅې وستايلې. ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په حکومتي نظام کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه او په دې برخه کې يې عملي اقدامات هم پيل کړي دي. د دې جرګې مشرعلي احمد جلالي پرون په کابل کې وويل، ملي وحدت حکومت بايد په افغانستان کې له شته ظرفيتونو سالمه ګټه پورته کړي. که څه هم د علي احمدجلالي په مشري د فکر او عمل جرګه د ملي وحدت حکومت جوړېدل يو فرصت ګڼي، خو وايي چې د ياد حکومت پر وړاندې ځينې جدي ننګونې او ستونزې هم موجودې دي. ښاغلي جلالي پرون په كابل كې يوې غونډې ته وويل، چې د بهرنيو د مرستو کمېدل د دې ننګونو او ستونزو يوه عمده برخه ده: (( په کمو امکاناتو بايد ستر کارونه ترسره شي د افغانستان راتلونکې مشکلات دا ايجابوي چې په ټوله معني له شته ظرفيتونو نه پوره ګټه واخستل شي ډېره بده به وي چې له شته ظرفيتونو نه د يو ګوند، سيمې او ژبې لپاره ګټه واخستل شي.)) ښاغلي جلالي که څه هم تريوحد د تېروديارلسو کلونو لاس ته راوړنې د پام وړ وبللې، خو ويې ويل، چې په تيرو ديارلسو کلونو کې نظام يو لړجدي ستونزې هم درلودې. علي احمد جلالي د دې ستونزو عوامل، په هېواد کې کمه پانګونه، له ستراتيژۍ او پلان پرته تکتيک، له حکومت سره د واک ځيني موازي مرکزونه او د سيمې د هېوادونو لاس وهنې په ګوته کړې. د فکراوعمل جرګې مشرد ملي وحدت پرحکومت غږ وکړ، چې له تېرو تجربو نه په استفادې بايد له قومي، سمتي او مذهبي طرفداريو ډډه وکړي او داسې حکومت رامنځ ته کړي چې هدف يې د ملي ګټو په ساتنې ولاړ وي. ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په حکومتي نظام کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه او په دې برخه کې يې عملي اقدامات هم پيل کړي دي. د کابل بانک د دوسيې له سره څيړل او د څرخي پله له زندانيانو سره د ولسمشرليدنه هغه اقدامات دي چې ولسمشرد خپل کار په لومړيو کې ترسره کړي دي. د ولسمشراشرف غني دغه کړنې د فکر او عمل جرګې له غړيو سربېر د يو شمېرمدني ټولنو او عامو خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې. د فکر او عمل جرګې مشر وويل، ولسمشرله هغو څرګندونو ملاتړ کوي چې ويلي يې دي قانون په ټولو يو ډول پلي کېږي او ټول افغانان به د قانون پر وړاندې له برابر و حقونو برخمن وي. د فکر او عمل جرګې مشر علي احمد جلالي وويل، چې افغان حکومت اوس بايد د امنيت او عدالت ټينګښت ته هڅې ګړندۍ کړي. هغه زياته کړه، سوله په هېواد کې يوه اساسي اړتيا ده او هغه وخت رامنځ ته کېداي شي چې د خلکو او حکومت ترمنځ راغلې فاصله به په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي. ډاکټرعلي احمد جلالي له امريکا سره امنيتي او دفاعي سند له يوې نميګړې بيمې سره تشبيه کړ او ويې ويل، چې ياد سند نه لاسليک افغانستان ته زيانونه درلودل. د ښاغلي جلالي په خبره افغانان نه بايد له امريکا سره امنيتي او دفاعي سند ته د ټولو ناروغيو د علاج په سترګه وګوري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha