صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | افغانانو ته د «سر د قربانۍ په بيه» د ايران د تابعيت ورکول

افغانانو ته د «سر د قربانۍ په بيه» د ايران د تابعيت ورکول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانانو ته د «سر د قربانۍ په بيه» د ايران د تابعيت ورکول

د ايرنا خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ايران اسلامي شورا د مې په ۲ مه، د يوې مادې په تصويبولو سره د روحاني حکومت ته اجازه ورکړه ، چې «د هغو بهرنيو تابعيت لرونکو شهيدانو مېرمنو، اولادونو او مور و پلار ته، چې د واکدارو مراجعو په امر د مقدسې دفاع په اته کلن ماموريت کې او يا وروسته له دې په شهادت رسيدلې؛ تر غوښتنې لږ تر لږه يو کال وروسته ايراني تابعيتونه ورکړي. ))

د ايران د مجلس په مصوبه کې تر ډېره هغه افغان مهاجر شامل دي، چې په دغه هېواد کې ژوند کوي. د دغه قانون د تصويب موخه، د سوريې او ايران په نيابت د دغه هېواد په کورنيو جګړو کې د ګډون په موخه د مهاجرو تشويقول دي. د رپوټونو له مخې: (( د کورنيو چارو او بهرنيو چارو د وزارتونو شمېرې ښيي، چې حاضر دمه په ايران کې له ۳ مېليونو ډېر افغان مهاجر ژوند کوي چې ډېره برخه (شاوخوا دوه مېليونه) يې غير قانوني مهاجر دي. ))

په ايران کې د افغان کډوالو په برخه کې يوه فعال وويل، د پارلمان مصوبه په سوريه کې د سپاه قدس «لشکر فاطميون» کې په حضور پورې اړه لري. د دغه لښکر غړى ايران مېشته افغان مهاجر دى، چې په دې وروستيو کې يې د مړو شمېر هم ډېر شوى دى.په ايران کې مېشت دغه افغان مهاجر وايي چې د ايران مجلس مخکې له دې په ۱۳۹۴کال کې هم د تابعيت د ورکړې په برخه کې د ورته طرحې وړانديز کړى و، چې تصويب نه شو، خو دا ځل مجلس د سوريې په جګړو کې د ډېرو افغان مهاجرو د وژل کېدو له امله دغه طرحه تصويب کړه.د افغانستان د پارلمان غړي عبيدالله خان بارکزي دويچه ويله ته ويلي، چې د افغانستان پارلمان تر اوسه په وار وار «د  سوريې جګړو ته د افغان مهاجرو پر استولو» اعتراضونه کړي دي. دى ټينګار کوي: (( د ايران اوسنى اقدام د نړيوالو او بشري حقوقو خلاف دى، ځکه د افغانستان له وضعيته غلطه استفاده کوي او د امکاناتو او تابعيت د ورکړې په پلمه زموږ هېوادوال د عراق او سوريې جګړو ته استوي. د نړۍ په هېڅ هېواد کې داسې يو څه نه شته چې له ګاونډي هېواده د ورغلو مهاجرو له بد وضعيت څخه دې نامشروع استفاده وکړي. ))د پارلمان دغه وکيل د افغانستان حکومت پړ وګاڼه چې په وينا يې تر اوسه په دې برخه کې د پارلمان د اعتراض په تړاو کوم رسمې غبرګون نه دى ښکاره کړى، خو د افغانستان حکومت يو لوړپوري چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلي: ((کوم مالومات چې د ايران د مجلس د مسودې په اړه موږ ته رارسېدلي رسمي نه دي او اوس مهال په دې باب په تهران کې افغان سفارت څېړنې کوي. ))په ترکيه کې د «افغان مهاجرو د پيوستون ټولنې» بنسټ اېښودونکې او وياندې ذاکرې حکمت ويلي، په ايران کې مېشت افغان مهاجر له دې وېرې چې سوريې ته استول کېږي، له دغه هېواده تښتي.هغه په دې باب وايي: (( په ايران کې مېشت ډېر مهاجر له اوسني حالت څخه اندېښمن دي او له ايرانه تښتي. ترکيې او اروپا ته د افغان مهاجرو د راتلو يو ستر لامل همدا مسئله ده. د افغانستان حکومت او د مهاجرو چارو وزارت بايد دغې برخې ته رسېدنه وکړي. له بده مرغه افغان دولت له دغې مسئلې سره جدي برخورد نه دى کړى. ))د مهاجرو د حقونو دغه فعاله وايي: د ايران دولت دې مهاجرو ته د تابعيت حقوقو د ورکولو په بدل کې هغوى د سوريې جګړو ته نه استوي او په ايران کې د تابعيت قانون بايد د ټولو مهاجرو لپاره وي.د ايران د مجلس د ملي امنيت او بهرني سياست دکمېسيون غړي احمد شوهاني ويلي: دغه موضوع ابهام لري او جزئيات يې مشخص نه دي. دا چې شهيد څوک دى، چېرته شهيد شوى، او آيا افغان اتباع چې په سوريه کې شهيدان کېږي د دغه تعريف برخه ګرځېدلى شي او کورنۍ يې د ايران تابعيت تر لاسه کولى شي که نه؟ مالومه نه ده چې آيا د تابعيت لپاره غوښتنې شتون لري که نه؟ په ټوليزه توګه په دغه باب د ليکل شوې موضوع موخه روښانه نه ده. ))د غير ايراني شهيدانو کورنيو ته د تابعيت ورکول د ايران د پارلمان يو له ورستيو اقداماتو څخه دى. هغه پارلمان چې په راتلونکو څو ورځو کې به يې فعاليت پاى ته ورسېږي. د دغه پارلمان د مصوبې عملي کول، اوس د روحاني په حکومت پورې اړه لري او حکومت هم تر اوسه په دې باب خپل نظر  نه دى څرګند کړى.

نظرات (2 نوشته شد)

avatar
Cheap Gucci 09/05/2016 03:29:44
visit to w2art. facts, web site permit verify inv as well as web cam work 99% ^^<br />and examine end result (but this speak chinese language)
avatar
Louboutin Replica 09/05/2016 05:58:06
A delete untility to the T assistance can be purchased within the Kontiki site a product of dev package.
مجموعه نتایج: 2 | نمایش: 1 - 2

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha