صفحه اصلی | hiwad | خبرونه | افغانستان | په نوزاد کې د طالبانو بل زندان هم مات شو

په نوزاد کې د طالبانو بل زندان هم مات شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په  نوزاد کې د طالبانو بل زندان هم مات شو

دا په روان کال کې د هلمند په ولايت کې څلورم زندان دى، چې افغان ځواکونه يې په نښه کوي او بنديان يې آزادوي. د افغانستان د پوځ د ۲۰۵ لمبر اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار امريکا غږ ته وويل: دا پوځي عمليات د ۲۰۵ اتل قول اردو اړوند افغان ځانګړو ځواکونو د نړيوالو قواوو په ملاتړ د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې وكړل په پايله کې يې ۶۲ تنه چې له يو تن پرته نور ټول ملکي وګړي دي ازاد شوي دي.

جنرال وفادار وويل: د زندان د ماتولو په عملياتو کې ۳ تنه هغه وسله وال طالبان،  چې د دغه زندان ساتنه يې کوله، وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

په وژل شويو طالبانو کې د دغه زندان د طالبانو قوماندان مولوي ګل احمد هم شامل دى.

جنرال وفادار وويل، په خوشي شويو ۶۲ زندانيانو کې يوازې يو يې سيمه ييز پوليس او پاتې نور ټول ولسي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ، حقوقي دعوو او په ځينو نورو تورونو په خپل زندان کې اچولي وو.

چارواکي وايي، د نظامي عملياتو پر مهال يې د دغه زندان ۱۲ موټرسايکلونه او ۸ ماينونه هم له منځه وړي دي.

خوشي شوي کسان د کندهار او هلمند ولايتونو اصلي اوسېدونکي دي چې دم ګړۍ د ۲۰۵ اتل قول اردو په قرارګاه کې تر درملنې لاندې دي.

جنرال وفادار وايي، دغو کسانو ته وسله والو طالبانو د بند پر وخت شکنجې هم ور کړي، چې تر بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورونو ته واستول شي.

دا له تېرو درېو مياشتو راهيسې په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو څلورم زندان دى چې د افغان ځواکونو له خوا په نښه کېږي .

له دې مخکې په درېو نورو زندانونو کې چې هغه هم په شمالي هلمند کې مات شوي تر ٢٠٠ زيات زندانيان افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړي دي. په سيمه کې يو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبان د هلمند په ګډون په نورو ولايتونو کې هم تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې زندانونه لري او هغه کسان په کې ساتي، چې يا حقوقي دعوې لري او يا يې هم له افغان حکومت سره د همکارۍ پر شک او ياهم د افغان امنيتي ځواکونو منسوبين له نيولو وروسته په کې ساتل کېږي.

نظرات (2 نوشته شد)

avatar
Cheap Gucci Outlet 09/05/2016 04:44:50
We set this kind of right up right now out in my very own home test research laboratory using the objective connected with replicating my very own work at the office in Wednesday.
avatar
Louboutin Replica 09/05/2016 07:22:06
SIMPLY NO I actually havent screened the item but, however chip works Microsoft windows Storage area Hardware to get his vSphere bunch therefore not well always mention the item in order to him or her to get when he attempts to up grade. Below make it known our usage Performed you actually ever produce WSS iSCSI targeted work with ESXi 5. 0 Never have tried... do they offer a identified matter? I actually intend to up grade some sort of co-workers bunch wed night time as well as is definitely WSS while his SAN
مجموعه نتایج: 2 | نمایش: 1 - 2

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha