صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د استاد رافع النور زاخېل پر مړينې د ولسمشر غني د ډاډګيرنې پيغام

د استاد رافع النور زاخېل پر مړينې د ولسمشر غني د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د استاد رافع النور زاخېل پر مړينې د ولسمشر غني د ډاډګيرنې پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني د تسليت پيغام په خواشينۍ سره خبر شوم چې د هېواد مجاهد او خدمتګار شخصيت استاد رافع النور زاخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله د امريکا په متحدو ايالتونو کې وفات شوى دى. انا لله و انا اليه راجعون

مرحوم رافع النور زاخېل په برېتانيه پوهنتون کې نظامي زده کړې  وکړې او د خپلې ارکانحربۍ سند يې د امريکا متحدو ايالتونوله حربي پوهنتون څخه ترلاسه کړى و. ارواښاد د کابل حربي پوهنتون د پيلي پوهنځي د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې وه. د جهاد په دوران کې يې د مجاهدينو نظامي روزنه په ځانګړي ډول په جنوب لوېديځ حوزه کې د مجاهدينو په انسجام کې ارزښتناکې هلې ځلې وکړې. مړينه يې يوه ضايعه ده. د استاد رافع النور زاخېل کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګيرنې او غمشريکۍ مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خداى تعالى په دربار کې د فردوس جنت هيله کوم.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha