صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د بختاني د مړينې له امله د جمهور رييس غني د خواخوږۍ پيغام

د بختاني د مړينې له امله د جمهور رييس غني د خواخوږۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بختاني د مړينې له امله د جمهور رييس غني د خواخوږۍ پيغام

د افغانستان د نامتو لىکوال او سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د جلالتماب جمهور ريىس محمد اشرف غني د خواخوږۍ په پىغام كې داسې راغلي دي چې: په ډېرې خواشىنۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد لوى لىکوال، شاعر، مورخ او محقق استاد عبدالله بختانى خدمتګار د ور پېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

انالله وانا الىه راجعون

استاد بختاني په خپل ۹۳ کلن ژوند کې په لسګونو کتابونه ولىکل او د هېواد د فرهنګ په وده کې ىې لوىه ونډه واخىسته. استاد بختانى د ىوه اجتماعي مصلح په حىث په افغاني ټولنه باندې لوى حق لري، د ده مړىنه لوىه ضاىعه ده.  د ارواښاد استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د هغه کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د هغه همکارانو او د هېواد ټولو فرهنګىانو ته تسلىت واىم. الله تعالى دې وبښي.
امىن ىا رب العالمىن

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور ريىس
محمد اشرف غني

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha